د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پیښور کې د ناټو پر اکمالاتي ډیپو حمله کړې


پاکستاني پولیس وايي چې نن د شک لاندې طالبانو په پېښور کې په یوه ډیپو باندې حمله وکړه چې په افغانستان کې د ناټو د قواوو لپاره په کې اکمالات باریږي.

پولیسو وویل چې طالبانو په دغه حمله کی اته لارۍ چې په ترمینل کې ولاړې وې وسوځولې خو د ناټو لوژیستکيی اکمالات نه دي سوزېدلي.

دا حمله په داسی حال کی وشوه چې د څو ورځو نه را په دې خوا د پاکستان پوځ په سوات کی د طالبانو په خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي.

پرون د پاکستان د پوځ هلیکوپترو د پیوچارو په غرنۍ سېمه کې د طالبانو د مرکزونو شا ته د کمانډو عسکر د هوا له لارې ښکته کړل.

ویل کیږي چې په پېوچار کی د سوات د طالبانو د قوماندان مولانا فضل الله مرکز دی.

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې په جنگ کې یې تر اوسه پورې اووه سوه یو پنځوس طالبان وژلي دي.

له بلې خوا پرون د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري د نړیوالې ټولنی نه د هغو تقریباََ یو میلیون نه زېاتو خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه چې په روان جنگ کی بې کوره شوي دي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو اداره وايي چې پرون یې یو سلو شل ټنه خوراکي مواد او نور ضروري لوازم پاکستان ته رسولي دي چې د میاشو جالئ گانی او سیارې ډېپوگانې هم په کې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG