د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مطبوعات: د ایتلاف نوی قومندان 


د نیویارک ټایمز او واشنگټن پوست ورځپاڼو نن د چارشنبی په ورځ د مې په دېارلسمه نېټه د ډگر جنرال سټانلی مکرېستل په باب، چې دمقررۍ توقع ېې کېږی تبصری کړېدی.

رپوټونه واېې چې ډگر جنرال مکرېستل به په افغانستان کې دنړېوالو قواو د اوسنی قوماندان ډېوېډ مکرنن په ځای مقررشی.

دغو دواړ ورځپاڼو په هغو مساېلو تبصری کړېدی چې په افغانستان کېد هغه په مسوولیتونو او د کار په ډول پورې اړه لری.

دنیوېارک ټاېمز ورځپاڼهلېکی چې ډگرجنرال ستانلی مکرېستل چې ډېر بادسپلېنه نظامی منصبداردی، دی به په افغانستان کېدامرېکا نوی قوماندان وي.

دی معمولا د ورځې ېو وخت ډوډی خوري ددې لپاره چې لټ اوتنبل نشی. د جنرال مکرېستل په باب داخبره مشهوره ده چې ېوڅو ساعته خوب کوی او کله چې کار ته ځی او یا ورڅخه راځی په دې وخت کې هغه کتابونه اوری چې په اواز باندی ثبت شوي وي.

جنرال مکرېستل، پنځه کالهپه عراق کې دکومانډو عملېاتو قوماندان و. داستخباراتو چارواکی وايي، ده د ترورېستانو د ژوند په باب ډیر زیات معلومات لرل او څومره چې ممکنه وه هغومره ېې ووژل.

د هغه نېژدی همکاران او دوستان هغه جنگېالی عالم بولي. هغه له سېاستمدارانو او دېپلوماتانو سره پهاسانی سره په مجالسوکې برخه اخلی. برېد جنرال وېلېم ناش دهغه په باب ووېل چې ستانلی مکرېستل، په ونه لوړ، هوښېار، محتاط او سرسخته عسکر دی.

نېوېارک ټاېمز لېکی که چېرې دامرېکا د مشرانو جرگه د جنرال مکرېستل مقرری تائېد کړی لکه څنگه چې توقع ده نو دی به د جنرال ډېوېډ مکېرنن ځای ونېسی. د اوباما ادارې دغه بدلون داسی توضېح کړېدی چېد افغانستان پهلړزنده جگړه کې ېو تخلېقی بدلون راسی.

همداکار جنرال مکرېستل په خپله ٣٣ کلنه وظېفه کې سرته رسولی دی. په دې کې هغه خدمتونه هم شامل دی چې په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٨ په کلونو کې ېې د خاصو عملېاتو دقوماندان په توگه اجرا کړېدی. د امرېکا ددفاع وزارت د خاصو عملېاتو د قوماندانۍ له موجودېت نه تر ډېرو کلونو پورېانکار کاوه.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې جنرال مکرېستل دامرېکا د استخباراتو، او فډرالی پولیسو سره په گډ کار کې د هغوی ستاېنه تر لاسه کړېده. د امرېکا د استخباراتو یو چارواکی چې په افغانستان کې ېې مخفې جنگونه او عملېات کول وايي چې دی په استخباراتو پوهېږی، په مخفې عملېاتو پوهېږی او د همکاری او شراکت په ارزښت پوه دی.

واشنگټن پوست لېکی چې جنرال مکرېستل تقرېبا پنځه کاله د خاصو او گډو عملېاتو قوماندان و. هغه خپل کار ته د ٢٠٠٣ نه تر ٢٠٠٨ پوری دوام ورکړ.

واشنگټن پوست لېکی چې هغه داسی شبکه جوړه کړه چې دښمن پېدا کاندی ، وې نېسی او وې وژنی.

ورځپآڼه لېکی چې هغه، د عسکرو او استخباراتو ېوهپېچلی شبکهجوړه کړه په عراق کې د سني یاغیانو او القاعدې سره مبارزه وکړيی.

په دې ترڅ کې جنرال مکرېستل د هغوی مشهور مشر ابو مصعب الزرقاوی وواژه.دغه جنرال په افغانستان او پاکستانکېهم د اسامه بن لادن او د القاعده د نورو مشرانو د لټون د ډلو قومانده په غاړه لرله.

واشنگټن پوست د ېوه تحلېل کوونکی له قولهلېکی چې د افغانستان په څېر پراخه جگړه کې د کامېابی لپاره به مکرېستل ته پکار وی چې په ېوه پراخه او هر اړخېزه جگړې ته فکر وکړي.

د هغهخپل اصلی او مرکزی هدف، د ېوه نخبه عسکر په حیث مخکی د چټکو چپاونو په غورځولو کې د عسکرو د مشری کول وو او مقصدبه ېې داو چې دښمن پېدا کړی ، بند و بست ورته وکړی او ختم ېې کړی.

بل کار چې دی به ورسره مخامخ وی هغه دافغانستان د امنېتی قواوروزنه ده چې له ډېرو مختلفوقبېلونه به ېې راټولوی.د حکومت د اقتدار ساحه پراخه کړی، له دېپلوماتېکمهارت نه کار واخلیاو د یاغیانو ضد مبارزې ته دوام ورکړی.

واشنگټن پوست د ېوه پخوانی جنرال له قوله چې له هغه سره ېې په عراق کې گډ کار کړېدی لېکی چې مکرېستل ددې کار لپاره په بشپړه توگه وړ سړی دی او دیبه د افغانستان جنرال پېټرېېس وی.

نظامی ماهران واېې چې ېو ډېر مهم کار چی جنرال مکرېستل په عراق کې وکړ هغه له نظآمی کړیو نه واووښت او له ډېرو ملکی چارواکېو سره ېې خپلې شخصیاړېکی ټېنگی کړې.

هغه په استخباراتو کې ، مالی چارو کې او د ېاغېانو ضد مبارزې په نورو اړخونو کې ډېر پرمختگ وکړ په همدې سبب ېې په عراق کې دېاغېانو او القاعده خلاف د هغه په مبارزه کې قوت او موثرېت پېداکړ.

واشنگټن پوست لېکی چې په افغانستان کې مبارزه چې نظآمی قومانده ېې دناټو او غېرناټو له قواو نه جوړه شوېده او ددی ترڅنگ زښت ډېر نړېوال ملکېان هم پکی دی ېو داسیپېچلی کار دی چې پکار ده په پراخه توگه مختلف اړخونه پکی په نظر کې ونېول شی. په همدی سببېو معتبر نظآمی چارواکی ووېل چې دافغانستان لپاره د ېوې موثری ډلی جوړول ېو گران کاردی.

XS
SM
MD
LG