د لاس رسي وړ اتصالات

اېت الله علی خامنه د غرب پلوه کاندېدانو خلاف خبری وکړی


د اېران عالی مشر اېرانېان دېته هڅوی چې د بلی مېاشتی په انتخاباتو کې هغو کسانو ته راېه ورنکړی چې غواړی غرب پلو معېارونه رواج کاندی.

اېت الله علی خامنه ئې، ددوشنبی په ورځ ووېل هغه کاندېدان چې هغه څه ته تسلېمېږی چې دی ورته د اېران دښمنان واېې هغوی دېته ملت ته شرم راولی او پکار ده چې انتخاب نشی.

دغه مذهبی مشر په کردستان کې په خپلو خبرو کې ووېل چې دا به د اېران د ملت لپاره ېوه غمېزه وی چې، ېو داسی کاندېد انتخاب کړی چې ددې لپاره غرب ته تملق او غوړه مالی کوی چې په نړېواله سطحه د ځان لپاره ېو مقام پېدا کاندی.

د اېران عالی مذهبی مشر اېت الله علی خامنه دانه وېل چې دی په راتلونکېو انتخاباتو کې د جون په دولسمه نېټه باندی څوک تائېدوی.

د اېران اوسنی جمهور رئېس محمود احمدی نژاد ددوېمی څلور کلنی دورې لپاره په انتخاباتوکې دسېالی لپاره کارکوی.

هغه په خپله اوله دوره کې د امرېکا او نورو لوېدېځو قوتونو خلاف دمقابلې درېځ غوره کړی و.

د جمهوری رېاست لپاره بل قدرتمن کاندېد مېرحسېن موسوی دی، هغه ددوشنبی په ورځ دوې ورځپانی په خپرونه پېل وکړ چې مقصد به ېې ېوازې په سېاسی مساېلو باندی تمرکز کول وی.

دغه ورځپاڼه ( کلام سبز) نومېږی او د مېرحسېن موسوی او دهغه د پلوی پخوانی جمهور رئېس محمد خاتمی تصوېرونه ېې ښودل.

مېرحسېن موسوی پخوانی صدر اعظم دی او د اصلاح غوښتونکېو له خوانه ېې ملاتړ کېږی.

د اېران د پارلېمان پخوانی رئېس مهدی کروبی او د سپاه پاسداران پخوانی مشر محسن رضاېې هم کاندېدان دی.

XS
SM
MD
LG