د لاس رسي وړ اتصالات

عرب ملکونه د اوباما سفر ته انتظار باسي


ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما مصر ته له سفر مخکې سعودي عربستان ته ورشي.

ډیر خلک په دې فکر کې دي چې د جمهور رئیس اوباما او د سعودي عربستان د پاچا عبدالله تر منځ به په کومو مسایلو بحث کیږي. پاچا عبدالله د حرمین د خادم او په ٢٠٠٢ م کال کې د عربي هیوادونو د سولې د یوه پلان د طراح په توگه په اسلامي نړۍ کې شهرت لري.

کله چې په ١٩٣٠ م لسیزه کې سعودي عربستان جوړ شو، له هغه راهیسې یې له امریکا سره دوستانه اړیکې موجودي دي. دغه اړیکې څو کاله وروسته نورې هم تقویه شوې. دا همهغه وخت وو چې یوې امریکايي کمپنۍ په عربستان کې د تیلو زیرمې وموندې.

د سړې جگړې پر وخت هم عربستان د امریکا کلک ملگری و او د دواړو ملکونو تر منځ د یو څو محدودو کلونو خړو پړو اړیکو پرته یې تر اوسه پورې اړیکې دوستانه پاتې شوي دي.

ډیر تحلیل کوونکي په دې باور دي چې عربستان ته د اوباما د سفر پر وخت به دغه اړیکې نورې هم تقویه شي او د ایران، د عربو او اسرائیلو د بحران او نړیوال مالي بحران په څیر د ځینو مشترکو اندیښنو په باب به خبرې وشي.

پاچا عبدالله په کال ٢٠٠٥م کې د پاچا فهد عبدالله له مرگ وروسته واک ته ورسېد. دده په باب عمومي ذهنیت دا دی چې د عامو خلک پر خوا ولاړ دی او د اصلاحاتو طرفدار دی.

واک ته د رسېدو وروسته یې ځان د القاعده په خلاف په مبارزه کې راگیر گڼلی او د هغوی په خلاف یې د اقداماتو امر کړی او توانېدلی چې په ډیرو برخو کې اصلاحات عملي کړي.

دی د القاعده په خلاف د خپلې مبارزې په باب وايي: "د جنایت کارو تروریستانو یوه کوچنۍ ډله له نورو سره زموږ اړیکې خرابوي او د ټول اسلام او مسلمانانو یو غلط تصویر معرفي کوي". پاچا متعهد دی چې د دغه ډلې په خلاف به مبارزه کوي. د دوی مخه به نیسي او د یوه منطق پر اساس به له نورو سره خپلې اړیکې جاري ساتي.

په اسلامي او عربي نړۍ کې د پاچا عبدالله د موقف به باب د کارنیگي په نامه د منځني ختیځ د سولې د څیړنیز مرکز رئیس پاول سلیم وايي:

"په سعودي عربستان کې پاچاق عبدالله په درې لحاظونو باندې مهم گڼل کیږي: یو په عمومي ډول په ټوله اسلامي نړۍ کې، بل دا چې په سعودي عربستان کې د اسلام دوه تر ټولو مقدس ځایونه مکه او مدینه موقعیت لري او دریم دا چې سعودي عربستان د اسلامي کنفراس کوربه دی. ځکه نو دی د اوباما په دغو هلو ځلو کې مهم رول لرلای شي چې غواړي له اسلامي نړۍ او عربي نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوي".

د امریکا متحد هیواد اسرائیل هم عربستان ته د جمهور رئیس اوباما سفر ته هیله من دی. په تلعبیب کې د منځني ختیځ د اقتصادي او سیاسي تحقیقاتو د مرکز کارکوونکی میر جاویدانفر وايي چې د اسرائیلو حکومت د سعودي عربستان علاوه اوردن او مصر د ایران په خلاف د مبارزه لومړی خط گڼي. دی وايي، هر څومره چې د واشنگټن او ریاض تر منځ اړیکې ښې کیږي، هغومره د اسرائیلو دا تمه زیاتیږي چې امریکا کولای شي پر سعودي فشار زیات کړي چې په منځني ختیځ کې د ایران د نفو‏ذ د زیاتېدو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG