د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د زاهدان د چاودنې په تړاو ٣ تنه اعدام کړل


ایراني مقامات وايي، هغه درې تنه یې اعدام کړي دي چې د زاهدان په یوه مسجد کې یې د په چاودنه کې په لاس لرلو اعتراف کړی و.

د ایران خبري آژانسونه وايي، دغه درې تنه نن په زاهدان کې هغه مسجد ته نږدې را وزړول شول چې دوه ورځې مخکې پکې یوې چاودنې ٢٥ تنه ووژل.

د زاهدان د قضايي ادارې یوه چارواکي د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا ته وویلي چې اعدام شویو کسانو حاجي نتوزي، غلام رسول شهوزي او زبیح الله نوري هغه چاودېدونکي مواد انتقال کړي وو چې په دغه چاودنې کې ورڅخه کار اخیستل شوی دی.

دغه چارواکي ویلي، دا درې تنه یې د زاهدان له چاودنې مخکې نیولي وو او اوس یې اقرار کړی چې چاودېدونکي مواد دوی راوړي وو او هغه کس ته یې ورکړي وو چې دغه چاودنه یې کړې ده.

په زاهدان کې د شعیه گانو پر دغه مسجد باندې د حملې مسئولیت د جندالله په نامه سني ډلې په غاړه اخیستی دی.

د امریکا مقاماتو د ایران دا ادعاوې بې اساسه گڼلي چې واي، ددغې حملې تر شا امریکا او اسرائیل لاس لري.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې دغه حمله وغندله او ویې ویل چې تروریستي اعلام په هیڅ ډول نشي توجیه کیدای.

د ایران داخله وزیر صادق موسوي د جمعې په ورځ په یوه رسمي بیان کې ویلي وو چې دا حمله نه خو د شعیه گانو او نه هم د سنیانو کار دی، بلکه دا کار د امریکایانو او اسرائیلو دی. خو ددغې ادعا د اثبات لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG