د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د سوات عملیات ۲ ورځو کې بشپړیږي


د پاکستان د دفاع وزارت مسوول وایی چی پوځ به په سوات او شاوخوا سیمو کی د طالبانو پرخلاف عملیات په دوو یا دریو ورځو کی بشپړ کړی.

د دفاع د وزارت مسوول سید اطهر علی نن په سینگاپور کی د دفاع د وزیرانو په غونډه کی وویل چی په سوات، بونیر او شاوخوا سیمو کی د عملیاتو یوازی لس فیصده نه دی بشپړ شوی.

خو اطهر علی له دی امله اندیښنه ښکاره کړه چی د سرحد نه اخوا په افغانستان کی اییتلاف قواووی په دی نه دی تونیدلی چی امنیت او ثبات راولی.

همداشان د پاکستان استخباراتی ادارو نن وویل چی پوځ لږ تر لږه ۴٠ طالبان وژلی دی.

چارواکی وایی چی په جنوبی وزیرستان کی په دی جگړه کی لږ تر لږه دوه عسکر وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ پرون ادعا وکړهچی په مینگوره کی یی د طالبانو پرخلاف بریالیتوب ترلاسه کړی دی.

د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس پرون وویل چی پوځ به د سیمی په شاوخوا کی د یاغیانو پرخلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.

XS
SM
MD
LG