د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسی ېوه مساپر وړونکی الوتکه له څلورو ساعتونو راهېسی لادرکه ده


د فرانسی د هوایی شرکت ېوه جېټ الوتکه چې دوه سوه کسان پکی سپاره ول، د برازېل په ساحل کې لادرکه شوېده.

د اېرفرانس ېوه عالېرتبه چارواکی پېری هېنری ووېل چې ۴۴٧ لمبر پرواز چی له برازېل نه پارېس ته راروان و نن ددوشنبی په ورځ له رادار نه لادرکه شو.

دا کار وروسته له هغه نه وشو چې له رېو ډې جنېرو نه ېې څلور ساعته مخکی پرواز وکړ.

دغه چارواکی په پارېس کې خبری کولی خو داېې ووېل چې دی گومان نه کوی چې په دې الوتکه به حمله شوی وی او ېابه چا برمته کړی وی.

هغه ووېل چې په الوتکه کې د تخنېکی عوارضو له امله د خرابی څرگندی نښی نښانی ښکارېدلی.

د برازېل هواېې قوه واېې چې ددغی الوتکی د پېداکولو او ژغورلو لپاره په شمال ختېځ ساحل کې چې الوتکه له رادار نه لادرکه شوېده هلی ځلی پېل شوېدی.

هواېې قوه واېې چې الوتکی وروستی ځل د اټلانېټېک د توپان خبر ورکړی و. په الوتکه کې ٢١٦ مساپران او ١٢ تنه د الوتکی عمله سفر کوی.

XS
SM
MD
LG