د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ۴٠ شاگردان تر اوسه له طالبانو سره برمته دي


په پاکستان کی دېوه ښوونځی مسوولېن واېې چه اوس هم تقرېبا څلوېښت شاگردان په شمالی وزېرستان کی دطالبانو سره برمته دی.

ددی نه مخکی پاکستانی مقاماتو دا ادعا کړی وه چه د نېول شوو شاگردانو دخلاصولو لپاره ېې عملېات شروع کړی دی .

په شمالی وزېرستان د ېوه پوځی ښوونځی مسوولېن واېې چې دوه تنه استاذان او دڅلوېښتو نه زېات شاگردان د طالبانو په ولقه کی دی.

ځېنو پوځی او حکومتی مامورانو ددغو شاگردانو شمېر ېو اوېا ښودلی دی ا و واېې چه دپوځی ښوونځی نهه کسه عمله هم دطالبانو له خوا برامته شوی دی.

خو په دی باب دقېق معلومات نشته چه دغه شاگردان څنگه دطالبانو په لاس کی ولوېدل.

وېل کېږی چه طالبانو دشمالی وزېرستان د رمزک د حربی پوهنتون دشاگردانو او اداری مسوولېنو دموټرو ېو کاروان په داسی حال کی تعقېب کړ چه دشمالی وزېرستان نه بنو ته روان ؤ.

لومړی د بنو محلی مقاماتو ووېل چه تقرېبا څلور سوه عسکری شاگردان په دغه کاروان کی روان ؤ ،خو ووروسته ېې خپله خبره بېرته واخېستله او اعلان ېې وکړ چې د موټرو کاروان دومره زېات غټ نه ؤ.

په عېن وخت کی دپاکستان پوځ لا اوس هم لگېادی د طالبانو سره دسوات په دوره په جنگ اخته دی.

پاکستانی عسکر کوښښ کوی چه ځانونه دچهار باغ سېمی ورسوی. چهار باغ چه د مېنگورې سره نژدی پروت دی دطالبانو ېو مهم مرکز گڼل کېږی.

دپاکستان پوځ دهوا له لاری په خلکو باندی شب نامی راغورځوی او دا اعلان ورته کوی چې د چهارباغ نه دی ووځی.

دپاکستانی قواو او طالبانو تر منځ د سخت جنگ په نتېجه کی دسوات نه دتېرو څو هفتو په دوران دوه نېم مېلونه اولسی خلک دخپلو کورونو نه تښتېدلی دی.

XS
SM
MD
LG