د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اسلامي نړۍ ته وینا وکړه


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما اسلامي نړۍ ته خپله وینا د مصر د پایتخت قاهرې د پوهنتون په یوه سرتړلي تالار کې واوروله.

دې تالار ته په زرهاو خلک راغلي وو اود اوباما وینا یې چې توقع کیږي په نړۍ کې به په میلیونونو خلکو اورېدلي وي، د خوښیو په څرگندولو واورېده.

سپینې ماڼۍ دا وینا د انټرنیټ په مهمو پاڼو لکه یوټیوب، فیس بوک، مای سپیس او ټویټر کې خپره کړې ده.

ژورنالستانو د سپینې ماڼئ د یوه لوړ رتبه مامور (ډینیس میک ډاناو) نه د مطبوعاتي رپوټونو په باب وپوښتل چې د مصر د اخوان المسلمین د گوند چې په مصر کې لغوه شوی گوند دی، غړو ته هم بلنه ورکړه شوې وه مگر دغه مامور په دې باب څه ونه ویل، خو دومره یې وویل چې سپینې ماڼۍ غوښتل ددې تضمین وکړي چې جمهور رئیس دا موقع ولري چې د مصر ټولو سیاسي گوندونو او اسلامي نړۍ ته په بشپړ ډول خپله وینا واوروي.

په قاهره کې ډیر کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي و. لارې کوڅې بندې وې او ډیرو پولیسو په سیمه کې گزمه کوله.

XS
SM
MD
LG