د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې د طالبانو خلاف عمليات


د پاکستان امنیتي قواو نن د پنجسنبې د ورځي په سهار د صوبه سرحد په یوه قبایلي سیمه کی د یاغي طالبانو سره ددوهمي ورځي د پاره هم جگړو ته دوام ورکړ او د هغوی د پټیدو په ځایونو باندي یې ډزي وکړې.

د پولیسو مامورینو وویل چی د جنوبی وزیرستان د جندالله او سپلیتوی په سیمو کی په دې جگړو کی شل یاغیان او درې عسکر وژل سوي دي.

اردو وویل چی د چهارشنبې په ورځ عسکرو په بنو کی په تقریبا ٦٠٠ یاغي طالبانو باندی حمله وکړه.

پاکستاني عسکر د اپریل د میاشتي د وروستیو ورځو را پدې خوا په سوات کی د یاغیانو سره جگړو ته لا دوام ورکوی

او چارواکي وایی چی نن په بلوچستان کی د مسافرو یوه اورگاډی ته د بم چاودنه وسوه چی یو تن یې وواژه او لږتر لږه ٣٥ کسه یې زخمي کړل. دغه اورگاډی د کوټي نه کراچي ته روان و.

XS
SM
MD
LG