د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوست: ایران کې د اصلاح غوښتونکو نارضایتي


واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی، جمهوررئیس احمدی نژاد د شنبی په ورځ دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې بریالی اعلان شو، مگر په هغه وخت کې چې په ملی تلویزیون کې ئې خبری کولی دتهران په یوشمیر سیمو کې مظاهری روانی وی. هغه دا بری د ایران لپاره یو نوی پیل اعلان کړ.

دمیرحسین موسوی چې په دغو انتخاباتو کې ئې ماتی خوړلی ده، پلویانو تیږی گوزارولی، دپولیسانو سره ئې نښتی کولی او ټائرونوته ئې اورونه اچول چې دا په ډیرو کلونو کې په تهران کې ډیره بده بلوا وه.

دواشنگټن پوست په ورځپاڼه کې راغلی دی چې دایران دکورینوچارو وزارت چې احمدی نژاد ئې کنټرولوی، اعلان کړه چې هغه په دوه شپیتو اعشاریه شپږفیصده رایو سره په لومړی پړاو کې بریالی اعلان کړ.

دهغه سیالی مهم سیال مسوی څې کم څه څلوردیرش فیصده رایه گټلی دی. شپږڅلویښت عشاریه دوه میلون کسان درایه ورکولو مستحق ووچې له دی جملی نه شپږاتیا فیصدو ئې رایه ورکړیده چې دا په انتخاباتو کې بی ساری گډون و.

واشنگټن پوست ورځپاڼه وائې، دانتخاباتو دنتیجو داعلانولوسره احتجاجونه پیل شول چې ټول ورځ روان وو. دسعادت اباد په سیمه کې چې دمنځنی طبقی خلک پکی اوسیږی، کورنی په لارو کوڅو کې کتارکتار ولاړی وی مظاهره کوونکو ته ئې چکچکی کولی او دا شعارونه ئې ورکول چې مرگ دی وی په ډیکټاټور.

ورځپاڼه لیکی چې داحمدی نژاد بیا انتخابیدل به امریکا دنوو ستونزو سره مخامخ کړی. امریکا په ایران باندی فشارراوستی دی چې خپل اتمی پروگرام وځنډوی چې انتقاد کوونکی وائې، کیدای شی چې په اتمی وسلو کې ورنه کارواخلی مگر ایران وائې، اتمی پروگرام ئې دسوله ایزو مقاصدولپاره دی. احمدی نژاد په خارجې روابطوکې جنجالی دریځ هم غوره کړی دی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چې احمدی نژاد په قدرت کې وی، دایران او امریکا ترمنځ دخبرواحتمال لاتراوسه شته. هغه څوځلی دا خبره کړیده چې دارنگه خبری غواړی. توقع نه کیږی چې په اسرائیلو باندی دهغه په لفظی حملو کې بدلون راشی.

دنیتجو داعلانولو نه وروسته داوباما حکومت وویل، په انتخاباتو کې دټگی برگی په تورونوباندی غور کوی. دبهرنیو چارو وزیری هیلری رادم کلنټن وویل، موږ په ایران کې حالت څاروو مگر موږ ددرستی نړۍ په شان انتظار اوباسو او څارنه کوو چې دایران خلک څه پریکړه کوی.

سپینی ماڼۍ یوه لنډه غوندی اعلامیه خپره کړه چې په هغې کې هغه قوی بحث اواحساسات په خاصه توگه ځوانانوپه دغه انتخاباتو کې څرگند کړل، ستائل شویدی مگر دهغو رپوټونو په باره کې اندیښنه څرگنده شویده چې دټگی برگی په باب ورکړل شویدی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه لیکی چې په تهران کې دښاغلی موسوی ځای ځای گی ندی معلوم. دامنیتی چارو مامورانو هغو خبریالانوته اجازه ورنکړه چې دپخوانی کاندید مطبوعاتی کنفرانس ته روان وو. دوی وویل، غونډه فسخ شوه . یوشمیر خبریالان ډوبول شوی هم دی.

احمدی نژاد په هغې وینا کې چې دجمهوری ریاست له ماڼۍ نه ئې وکړه چې دکارگری طبقی دیوقهرمان په حیث ئې مبارزه کړیده، هغه کسان وستائل چې په دغو انتخاباتو کې ئې په گڼ شمیر سره برخه اخیستی وه. هغه دغه انتخابات آزاد او عادلانه وبلل.

XS
SM
MD
LG