د لاس رسي وړ اتصالات

ملي اردو: روزگان کې ٢٣ طالبان وژل شوي


د افغانستان د پوځ یو جنرال وايي چه افغان او ایتلافی قواو دهیواد په جنوب کی د شک لاندی ٢٣ تنه طالبان په یوه حمله کی وژلي دي.

جنرال شیر محمد ځاځی نن خبریالانو ته وویل جنگ هغه وخت شروع شو چه ایتلافی قواو د روزگان د مرکز ټرینکوټ سره نژدی د طالبانو په یوه پټ مرکز باندی حمله وکړه.

جنرال شیر محمد وویل چه په سیمه کی د طالبانو یو قوماندان ملا اسماعیل په وژل شوو کسانو کی شامل دی.

له بلی خوا پرون دسه شنبی په ورځ ناوخته په افغانستان کی دناتو تر مشرئ لاندی د ایساف قواو وویل چه دانگلستان هوایی قواو او عسکرو د هلمند په ولایت کی د طالبانو په وروستیو مرکزونو باندی یوه غټه حمله وکړه.

ایساف وویل چی پنځه سوه بریتانوی عسکر چې د جنگی هلیکوپترو او بمباردمان الوتکو ملاتړ ور سره ؤ، او بی پیلوټه اکتشافی الوتکو یی لارښوونه کوله د جمعی په شپه د لښکرگاه په شمال کی د طالبانو په مرکزونو باندی برید وکړ. د ایساف قواوی وایي غواړي چې دغه سیمه د طالبانو نه پاکه کړي او خپلې دایمي پوځي اډې هلته جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG