د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د افغانستان ناکامېدونکي قواوې


نیویارک ټایمز د سه شنبې په ورځ په خپلې سرمقالې کې لیکي و، د افغانستان نه سخت خبرونه رارسیږي. یوازې د جون د میاشتې په اوله هفته کې ۴٠٠ حملې وشوې چې د حملو دا اندازه په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د سقوط راهیسې ساری نه لري.

ورځپاڼه لیکي، د جمهور رئیس اوباما دا تصمیم پر ځای وو چې افغانستان ته یې د جگړې لپاره د ٢١ زره نورو عسکرو د لیږلو امر کړی دی. او دا خبره معلومه ده چې هر څومره چې عسکر د طالبانو او القاعدې پر پټو ځایونو باندې فشار اچوي، هغومره به د تشدد پیښې هم ورسره زیاتېږي او دا خبره هم رښتیا ده تر هغو چې افغانستان خپل فعال ملي اردو او پولیس ونلري چې په مستقل ډول د ورانکارو مخه ونیسي او د افغانانو ملاتړ وگټي، دوامداره ثبات امکان نلري او نه هم د امریکايي عسکرو د وتلو امکان شته. دا وخت ددې یوه کار امکان هم نږدې نه ښکاري.

نیویارک ټایمز لیکي، واشنگټن لا له وړاندې د روزنې پر ناکامه پروگرامونو باندې اووه نیم کاله وخت او ١٥ میلیارد ډالر لگولي دي.

د جمهور رئیس بوش په وخت کې د امریکا د دفاع وزارت افغانستان ته د عسکرو روزونکي نه وو لیږلي او څه روزونکي چې موجود وو، هغوی ټول یې عراق ته لیږلي وو، ددې لپاره چې وکولای شي په افغانستان کې د ملي اردو په قطعو کې امریکايي مشاورین ځای په ځای کړي.

ورځپاڼه لیکي، که دغو عسکرو ته د ژوند د ضرورتونو د پوره کولو لپاره معاش ورنکړل شي نو دا به طالبانو او د نشيي موادو قاچاقبرانو ته ددې زمینه برابره کړي چې دوی جلب او جذب کړي.

پنټاگون همدارنگه د خپلو وسلو پوره معلومات هم له ځانه سره نه دی ساتلی. د ډیرو هاوانونو، راکټونو او اتومات ټوپکونو هیڅ درک نه دی معلوم او یا په داسې کسانو باندې پلورل شوي چې بیرته د امریکايي عسکرو په خلاف استعمال شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، اساساً ډیر امریکايي پلانگزاران ممکن په دې خبره نه وي پوه چې د موثره افغان ملي اردو او صادقه پولیسو موجودیت ددې باعث کیږي چې افغانان فکر وکړي چې د طالبانو په خلاف جگړه یوازې د امریکا جگړه نه ده بلکه دا د افغانستان خپله مبارزه ده.

ورځپاڼه لیکي اوس چې جمهور رئیس اوباما افغانستان ته پوره توجه کړې ده، ددې امکانات شته چې دغه اشتباهات رفع شي. د څلور زره پوځي روزونکو د لیږلو امر شوی او په افغانستان کې نوي امریکايي قومندان جنرال سټانلې مکریسټل ته هم ښايي چې د افغاني عسکرو روزنې ته پوره توجه وکړه.

جنرال مکریسټل د ملکي افغانانو د ژوند د ژغورلو لپاره لومړنی گام پوره کړ او پر هوايي بمباریو یې نوي سخت بندیزونه ولگول او ویې ویل چې یوازې د امریکايي او ایتلافي عسکرو د ژوند د ژغورلو لپاره به بمباري مجاز وي.

نیویارک ټایمز لیکي، د بوش حکومت پلان درلود چې د ملي اردو د عسکرو شمیر له ٩٠ زره نه ١٣۴ زرو ته لوړ کړي، خو دغه اندازه هم د افغانستان په څیر د یوه گڼ میشتي هیواد د امنیت د نامینولو لپاره کفایت نه کوي. ځکه نو امریکايي پلان جوړوونکو پیشنهاد کړی چې د عسکرو شمیر باید ٢٦٠ زرو ته ورسیږي خو په دې برخه کې تر اوسه هیڅ عملي گام ندی اوچت شوی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، ددغه اندازې عسکرو روزنه به اووه کاله ونیسي لگښت یې له ١٠ میلیاردو نه ٢٠ میلیارد ډالرو ته رسیږي. چارواکي وايي، که د اردو د عسکرو میاشتنی معاش له سل ډالرو ته ٣٠٠ ډالرو ته لوړ شي، کومه انداز معاش چې طالبان یې خپلو افرادو ته ورکوي، نو ددې کال لپاره به په میلیاردونو نورو ډالرو ته ضرورت وي.

ورځپاڼه لیکي، خو بیا هم که دا ټول مصارف جمع شي بیا هم په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د یوازې یوه کال له مصرف څخه نه زیاتیږي. نیویارک ټایمز لیکي، ددې کال په پای کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر ٦٨ زرو ته ورسیږي او د دوی د یوه کال مصرف ٦٠ میلیارد ډالره کیږي.

نیویارک ټایمز لیکي، پکار ده چې د افغانستان د ملي پولیسو روزنه له صفر نه پیل شي. د افغانستان په مرکزي حکومت کې اداري فساد اندازه د بدنامئ تر سرحده رسېدلې ده. خو په ډیر ساحو کې کیسه تر دې هم ډیره غمجنوونکې ده.

د ټامیز ورځپاڼې خبریالانو رپوټونه ورکړي چې پولیس د خلکو کورونه لوټي او د پولیسو د قومندانیو په داخل کې یې کوکنار کرلي دي. امریکايي عسکر د پولیسو له آمرینو نه شکایت لري چې له کلیوالو خلکو سره بده رویه کوي، د خپلو مادونانو معاشونه حیف و میل کوي، تجهیزات او رتبې خرڅوي.

ورځپاڼه لیکي، د پولیسو د روزنې لپاره په زرهاوو داسې روزونکو ته ضرورت دی چې په ملکي او مدني حقوقو او قوانینو کې وارد وي او ناټو کولای شي او ورته پکار دي چې ددغه روزونکو په برابرولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG