د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د مظاهره چیانو خلاف د ایران سخت اقدامات وغندل


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه، لیکی جمهوررئیس اوباما خپله لهجه دایران په باب دسه شنبی په ورځ سخته کړی وه. هغه دایران حکومت په دی محکوم کړ چی دانتخاباتو د جنجال په سر یی د مظاهره چیانو خلاف سخت اقدامات وکړل.

دایران پرمشرانو یی تور ولگاوه چی د امریکا په خلاف یی له ځان نه تورونه جوړ کړیدی.

ورځپاڼه لیکی چی دانتخاباتو په سر جنجال تقریبا له لسو ورځو راهیسی پیل شویدی. باما دایران پر حکومت باندی په غیر مبهمه ژبه انتقاد وکړاو د سه شنبی په ورځ یی په سپینه ماڼی کی په یوه خبری کنفرانس کی وویل چی دایران دحکومت له خوانه په دی څو روځو کی د خپلو خلکو په تهدیدولو، وهلو او توقیفولو باندی متحیر او په غوسه دی.

هغه دایران دمظاهره چیانو، د جرئت اوشهامت ستاینه وکړه خصوصا دهغو ښځو چی په مظاهرو کی یی گډون وکړ. نیویارک ټایمز لیکی ښاغلی اوباما وویل چی ده دهغی ٢٦کلنی ایرانی ویډیو وکتله چی، کله هغه دتهران پر سړک باندی وویشتل شوله، دهغی دژوند وروستی شیبی یی ثبت کړی وی. ښاغلی اوباما وویل په داسی حآل کی چی دا ضایعه ډیره غمجنه او فو ق العاده دردناکه ده موږ په دی هم پوهیږو چی هغه کسان چی دعدالت دتامین لپاره قیام کوی هغوی هروخت د تاریخ په برحقه خواکی ولاړ وی.

ورځپاڼه لیکی چی ښاغلی اوباما دایران پرحکومت باندی د فشار لپاره ډیر کم وسایل په لاس کی لری. ایران د‍څو کلونو راهیسی د نړیوالو غوښتنی د خپل اټومی پروگرام په برخه کی په ډیره بی پروایی ردوی.

نیویارک ټایمز لیکی چی له خبری کنفرنس نه وروسته داوباما داداری چارواکیو ویل چی دوی داسی څه په لاس کی نلری چی د حکومت او دانتخاباتو د جنجال په سر مظاهر ه کوونکیو ترمنځ مقابلی په نتیجه څه اغیزه ولری.

نیویارک ټایمز لیکی داوباما داداری معتبر چارواکی وایی چی د اټومی جنجال په سر له ایران سره د خبرو امید په نیژدی راتلونکی کی نشی کیدلی.

د سه شنبی په خبر ی کنفرانس کی ښاغلی اوباما وویل چی دی دایران په برخه کی په خپلو خبرو کی په متواتر ډول په یوه لاره روان دی. هغه وویل کله چی تشدد پیل شو نو موږ په واضح ډول وویل چی تشدد دمنلو وړ ندی او حکومت باید دخپلوخلکو په مقابل کی په دی ډول عمل ونکړی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی د سه شنبی په ورځ ښاغلی اوباما د خپلو پخوانیو خبرو په نسبت دایران په برخه کی په قوی او څرگندو الفاظو خبری وکړی. هغه دسی ان بی سی او نیویارک ټایمز سره په مرکه کی تیره اونی وویل چی ترکومه چی دامریکا په گټو پوری اړه لری دایران د جمهوررئیس محمود احمدی نژاد او دهغه په مقابل کی کاندید میرحسین موسوی ترمنځ چندان توپیرنشته.

د برتانیی د گارډین ورځپاڼی هم د امریکا د جمهوررئیس براک اوبام په وینا باندی تبصره کی لیکیبراک اوباما دایران د مظآهرو خلاف سخت او غیرعادلانه اقدامات محکوم کړل.

هغه وویل چی امریکا اونړیواله ټولنه، دایران د حکومت له خوانه په دی څوورځوکی دمظاهره چیانو خلاف دتهدیدونو ، وهلو او توقیفولو په سر اریانه او په غوسه ده. براک اوبام وویل چی (... زه په ټینگه دغه راز غیر عادلانه اعمال محکوموم ؛ زه د امریکا له خلکو سره یوځای په هر هغه بیگناه باندی خواشینی څرگندو م اوماتم کوم چی په دی جنجال کی قربانی شویدی. )

ښاغلی اوباما د ندا سلطان یوی ښځینه مظاهره کوونکی یادونه وکړه چی په مظاهره کی یوه ټوپک والا، ویشتلی وه. ښاغلی اوباما وویل چی درژیم دا تورونه چی دخارجیانو خلاف لگول کیږی یوه څرگنده هڅه ده چی د خلکو توجه له هغه څه نه چی په ایران کی تیریږی، بلی خواته واړوی.

ښاغلی اوباما زیاته کړه چی دا زړه ستراتیژی چی له نورو هیوادونو سره له زړو جنجالونونو نه د یوی پلمی په توگه کار واخیستل شی نور په ایران کی کار نه ورکوی.

گارډین ورځپاڼه: د ایران او برتانیې ډیپلوماتیک جنجال:

د گارډین ورځپاڼه لیکی چی د ښاغلی اوباما تبصری په داسی وخت کی کیږی چی ایران دبرتانیی دوه دیپلوماتان په دی تور له ایران نه وایستل چی جاسوسی یی کوله .

گورډن براون د برتانیی صدر اعظم ددی په بدل کی دوه ایرانی دیپلوماتان له برتانیی نه وایستل. گورډن براون په پارلیمان کی وویل چی له ایران سره با المثل عمل کول خطرناکی او ټیټی سطحی ته رسیدلی دی او علت یی په ایران کی د حکومت خلاف یوولس ورځنی مظاهری دی چی د جنجالی انتخاباتو دنتایجو په سر روانی دی.

گارډین لیکی چی دایران د حکومت له خوانه د برتانیی په نښه کول او دناکراریو پړه پری ور اچول یو بیهوده کار دی او دیپلوماتان یی له خطر سره مخامخ کړل.

د برتانیی د سفارت دمامورینو خپلو ان یی په داسی حال کی له هغه ځای نه وایستل چی د حکومت په سوونو پلویانو هلته د سفارت نه بهر په مرکزی تهران کی مظآهره کوله.

دغو مظاهره چیانو د برتانیی، اسراییلو ، او امریکا بیرغونو ته اور اچولی و اوپرودانی باندییی په هگیو او رومی بانجانو باندی گوزارونه کول.

گارډین په پای کی لیکی چی د برتانیی خلاف مبارزه هغه وخت نوره هم پسی توده شوه چی د جمعی په ورځ ایت الله خامنه ئیی دخارجی دښمنانوخلاف سختی خبری وکړی. نن دایران دولتی مطبوعاتو وویل چی له مظاهره چیانو سره یی مرکی وکړی او هغوی وویل چی دوی دبی بی سی او امریکا غږ تر اغیزو لاندی راغلی دی.

گارډین لیکی چی د برتانیی دخارجه وزارت دفتر نطاق پرون وویل هغه تورونه چی په برتانیه بندی لگول شویدی هغه بی اساسه او بی مانا دی. که وپلټل شی نو هیڅ حقایق پکی نشته. موږ په دی کلکه عقیده لرو چی دایران دانتخاباتو نتایج دایران د خلکو موضوع ده. نطاق زیاته کړه چی دایران حکومت برتانیه اونورو دولتونه په دی ملامت بولی چی دایران خلک دایران د مسایلو په باب ولی عکس العمل ښکاره کوی.

هغه وویل چی دایران عدم اعتماد په برتانیه باندی ډیر ه پخوانی خبره ده اوهغه وخت ته رسیږی چی برتانیی دایران د تیلوصنعت کنترول کړی و.

دبرتانیی د بهرنیو چارو دفتر وویل چی موږ هروخت داخبره څرگنده کړیده چی موږ له ایران سره دوه اړخیزه تعمیری اړیکو غواړو چی دمتقابل احترام پر اساس بناوی. داچی ایران خپلی داخلی ستونزی او مسایل له برتانیی اونورو هیوادونو سره په شخړه بدلوی دژور تاسف وړده او هغه هم د حقایقو پربنا ولاړ ندی.

خو دا په ایران پوری اړه لری چی ایا تعمیری اړیکی لرل امکان لری اوکه نه .

XS
SM
MD
LG