د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک د افغانستان او پاکستان په باب وپوښتل شو


د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د حکومت د خاص استازي ریچارډ هالبروک نه پرون د امریکا په پارلمان کې ددغو دوو ملکونو لپاره د واشنگټن د نوې ستراتیژئ په اړه ډیرې پوښتنې وشوې.

د پارلمان غړو د افغانستان او پاکستان په باره کې د امریکا پر تگلارو اندېښنه ښودلې ده.

ریچارډ هالبروک درې هفتې مخکې پاکستان ته د سفر راهیسې په وار وار ویلي دي چې د طالبانو پر ضد د پاکستانیانو په ذهنیت کې مهم بدلون راغلی دی.

پرون د امریکا د ولسي جرگې د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو کمیټې ته د خبرو پر وخت، هالبروک وویل، دا وخت د پاکستان درې مهمې خواوې د ملک پر وضعې باندې مسلط دي. دی وايي، دا درې ډلې ورو ورو دغه ټکي ته رسېدلي دي.

"لومړی جمهور رئیس زرداري او د هغه د پیپلز گوند، دوهم نواز شریف د هغه ورور چې د پنجاب والی دی او دریم د پاکستان پوځ. دغه درې ډلې متحدې دي او په پاکستان کې عامه ذهنیت هم دا وخت د یوه عمومي مخالف قوت په وړاندې اتحاد لري".

هالبروک د پاکستان مسئله یو ستراتیژیک اولیت وباله او ویې ویل په افغانستان کې تر هغو بری ممکن نه دی تر څو په پاکستان کې د طالبانو او القاعدې پټ مرکزونه له منځه ولاړ نشي.

ځاص استازي ریچارډ هالبروک هغې سروې ته اشاره وکړه چې څه وخت مخکې په افغانستان کې شوې وه. دغه سروې ښيي چې په عامه ذهنیت کې د طالبانو مخالفت زیات شوی خو په عین وخت کې د حکومت طرفداري هم ډیره راکمه شوې ده.

هالبروک وویل، که امریکا په خپلو پالیسیو کې بدلون را نه ولي، د افغانستان د حکومت او وسله والو قواوو ظرفیت لوړ نه کړي نو له اوسنۍ وضعې نه وتل به ډیر مشکل شي.

د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا په پارلمان کې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه اندېښنه لري. د دوی یوه مهمه اندېښنه دا ده چې کومې مرستې چې امریکا یې د پاکستان د اقتصاد، پرمختیا او د پوځ د تقویه کولو لپاره کوي، باید څه ډول تنظیم شي.

جمهوري غوښتونکي وکیلان ډاریل ایسا او مایک کافمن وايي:

"ایسا: په افغانستان او پاکستان کې زموږ له انډیوالانو او په ناټو کې زموږ له متحدینو سره داسې قوي اندېښنې موجودي دي چې مرستې بې ځایه لگول شوي، درغلي او غبن پکې شوی دی. ډیرې زیاتې پیسې سیمې ته انتقال شوي او اکثره وخت ددغو پیسو لازمه څارنه نه ده شوې".

"کافمن: دغه اداره باید د امریکا له خلکو سره صادقه و اوسي. هر څه برالا وي. دا چې په افغانستان کې د وضعې د بیرته ښه کولو بیه تر کومه حده رسیږي".

د ولسي جرگې د ملي امنیت د کمیټې دیموکرات غړی جان ټیریني وايي، د پارلمان ددې پریکړې سره متفق دی چې پاکستان ته یې د مرستو ورکولو تر څنگ دا هم لازمه گڼلې چې له چارواکو نه یې حساب وغوښتل شي.

"موږ د پاکستان د پوځ ددې ناوړه تمایل نه خبر یو او دا ډیره دردوونکې ده چې دوی له تندروانو سره تړونونه امضا کوي او هغوی ته سیمې ورپرېږدي. زه د پاکستان سره د مرستو په دغو تړون کې له وضعه شویو شرایطو پوره ملاتړ کوم او حتی ددې تمه لرم چې دغه شرایط لا پسې قوي او معین شي. دا شرایط یوازې پر نظامي مرستو وضع شوي او ملکي مرستې استثنی دي".

د آسیا او ارام سمندر د سیمې لپاره د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال جنرال والنس گریگسن وايي:

"موږ نتایجو ته انتظار باسو. همدا غوره لاره ده چې معلومه شي زموږ کار څه نتیجه ورکوي او دا له هغه څه سره سر لگوي چې موږ یې په خوله وایو. لومړی دا چې موږ د امریکا خلکو ته صادق یو او دوهم دا چې موږ وښیو کوم مصارف چې موږ په مالي او بشري لحاظ کوو څه نتیجه لري".

د ولسي جرگې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د نوي قومندان جنرال سټانلې مکریسټل په هغه اقدام هم خبرې وشوې چې په دغه ملک کې یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پر هوايي بمباریو ځینې سخت بندیزونه لگولي دي.

دیموکرات وکیل کریس وان هالن ددغه تصمیم هرکلی وکړ.

"په دې کې هیڅ شک نشته که موږ غواړو په افغانستان کې بریالي و اوسو نو باید ددغه ملک د خلکو زړونه وگټو او په دې برخه کې زموږ مخکینئ تگلاره بې ثمره وه".

XS
SM
MD
LG