د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغانستان ته د نشيي موادو پالیسي تعدیل کړه


امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو د مخنیوي لپاره نوې پالیسي اعلان کړې ده. په دغه نوې تگلاره کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره بودیجه راکمه شوې او ډیره توجه دې ته شوې چې د قانوي فصلونو او د زراعت د پراختیا په برخه کې مرستې زیاتې شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هالبروک نن په ایټالیې کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو د فصلونو ویجاړول یوه ناکامه پالیسي وه او په سلهاو میلیونه ډالر ورباندې بې ځایه مصرف شوي دي.

هالبروک وویل، ددغې پالیسئ یوازنۍ نتیجه دا وه چې ډیر بزگران بې روزگاره شي او طالبانو ته مخه کړي.

د اتو صنعتي هیوادونو ټولنې د امریکا ددغه نوې تگلارې هرکلی کړی او د ملگرو ملتونو د نشيي موادو د مخنیوي د ادارې مشرې انټونیو ماریکا کوسټا هم ددغه تگلارې ملاتړ اعلان کړی دی.

د اتو صنعتي هیوادونو د خارجه وزیرانو په دغه غونډه کې چې د جنوبي آسیا د څو هیوادونو استازي هم پکې برخه لري، پر دې بحث کیږي چې په افغانستان کې د اسد د ٢٩مه له انتخاباتو وړاندې څه ډول ثبات رامنځته شي.

هالبروک ټینگار وکړ چې امریکا د کوکنارو کرونکي نه بلکه طالبان خپل دښمنان بولي. هغه وویل، امریکا به اوس ډیرې پیسې په افغانستان کې د مشروع فصلونو په تقویه کولو او د زراعت په پراختیا باندې ولگوي.

XS
SM
MD
LG