د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د ملکیانو هلیکوپتر رالوېدلې


د افغانستان او ناټو چارواکي وايي، یوه هلیکوپتر چې ملکي قراردادیان یې انتقالول د هلمند په ولایت کې رالوېدلې او شپږ تنه پکې وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دا پیښه نن سهار وختي د سنگین په ولسوالۍ کې وشوه. تر اوسه پورې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي کسان د کوم ملک دي.

د طالبانو یوه استازي ادعا کړې ده چې دغه شینوک هلیکوپتر د دوی کسانو ویشتلې ده. خو تر اوسه پورې دغه ادعا د بې طرفه منابعو له خوا نه ده تائید شوې.

د سنگین د ولسوالۍ یو عالي رتبه چارواکی وايي، هلیکوپتر له رالوېدو مخکې اور اخیستی و. چارواکي د پیښې د علت د معلومولو لپاره تحقیق کوي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي، برتانوي او افغان عسکرو د تیرو دوو هفتو راهیسې د هلمند په ولایت کې پراخ عملیات پیل کړي دي. دوی وايي، هدف یې له سیمې نه د طالبانو ایستل دي.

له بلې خوا، نن په افغانستان کې د سرک د غاړې د بمونو په چاودنو کې هم څلور تنه وژل شوي دي.

د ایټالیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د فراه په ولایت کې د دوی د عسکرو یوه گزمه د سرک د غاړې په بم وربرابره شوې ده، یو عسکر پکې وژل شوی او درې نور عسکر یې ټپیان شوي دي.

همدارنگه، افغان چارواکي وايي، د روزگان په ولایت د سرک د غاړې د بم په چاودنه کې درې ملکیان وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي دي.

له دې یوه ورځ مخکې دوه امریکايي عسکر چې د ایساف له قواوو سره یې کار کاوه د افغانستان په جنوب کې د تشدد په یوې پیښې کې ووژل شول.

او د زابل په ولایت کې پولیس وايي، تیره شپه ددغه ولایت له زندان نه اته بندیان تښتېدلي چې اوو یې طالبان وو.

XS
SM
MD
LG