د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: قبایلي خلکو ٢٣ تندروان وژلي


د پاکستان چارواکي وايي، د مومندو په قبایلي سیمه کې د حکومت طرفدارو قومي خلکو په جگړو کې ٢٣ طالبان وژلي دي.

چارواکي وايي، حکومت په دغه سیمه کې د قومونو ملاتړ کوي چې ملیشې جوړې کړي او د طالبانو په خلاف وجنگیږي.

د تشدد په یوې بلې پیښې کې، تندروانو د خیبر په ایجنسئ کې پر یوه ټانکر باندې حمله کړې چې د ناټو عسکر ته یې تیل انتقالول. په پیښه کې دوه ملکيان وژل شوي او درې نور زخمي شوي دي.

چارواکي وايي، حمله کوونکو لومړی پر ټانکر باندې ډزې پیل کړې او وروسته یې اور ور واچاوه. کله چې امنیتي قواوو ځوابي ډزې وکړې دوی د پیښې له ځای نه وتښتېدل.

بل پلو، د پاکستان حکومت پرون سوات ته د بې ځایه شویو کورنیو د بیرته ستنولو کار پیل کړ.

رپوټ وايي چې د طالبانو او حکومتي قواو تر منځ په سوات او شاووخوا سیمو کې د جگړو په نتیجه کې تقریبا دوه نیم میلیونه خلک له خپلو کورونو نه وتلي و د دوشنبی په ورځ سروېسونه او د پوځ لاری موټرونه کتار ولاړ وو په سوونو کورنیو د جلوزو او چارسدې د مهاجرو له کمپ نه چې په پېښورکې پراته دي، په دغو بسونو کې په سوات کې خپلو کورونو ته ستانه شول.

چارواکی واېې چې مهاجرېن به خپلوکورو نو ته په څو پړاوونو کې ستانه شی. که څه هم ېوشمېر مهاجر بېرته له تللو نه انکار کوی. هغوی واېې دوی ته د حکومت د وعدی سره سم ، هغه دری سوه ډالره، تراوسه پورې ندی ورکړل شوی. له بلی خوانه ېوشمېر نور واېې چې ددوی په سېمه کې لا امنېت ښه شوی ندی پاکستان د تندروانو خلاف په دری شمال لوېدېزو علاقو کې د اپرېل په مېاشت کې هغه وخت عملېات پېل کړل چې افراطېان تقرېبا سل کېلومتره پاېتخت اسلام اباد ته ورنېژدی شول.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی ددوشنبی په ورځ ووېل پاکستان به ددغو مهاجرېنو په اړه د بېارغونی او د خلکو د بیا ځای په ځای کولو لپاره دوه نیم میلیارد ډالرو مرستې ته ضرورت لري. هغه د طالبانو خلاف تهاجمی عملیات کامیاب وبلل.

حکومتي مقامات وايي چې په دغو تهاجمی جگړو کې تقرېبا (١٧٠٠) افراطېان ووژل شول. خو دا شمیر بې طرفه منابعو نده تائید کړی.

حکومت وايي چې سوات اوس د افراطیانو نه ازاد شوی دی خو ځايي خلک وايي چې طالبان لا تر اوسه په سیمه کې فعال دي.

XS
SM
MD
LG