د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې سختو بارانونو خلک وژلي


د پاکستان د کراچی په ښار کی د سختو موسمي بارانونو له امله ١٦ تنه مړه شوی او په ټول ښار کی د بریښنا جریان گډوډ شوی دی.

دغه مونسونی بارانونه د شنبی په ورځ پیل شول او په ډیرو ځایونو کی سیلاونه راغلی دی.

چارواکی وایی چی ځینی خلک په اوبو کی غرق شوی ،ځینی د برښنا د ټکان له امله وژل شوی او په ځینو باندی کورونه نړیدلی دی.

د دغه باران له امله چی اندازه یی١٥ سانتی متره وه ، په سل گونو کورونه ونړیدل او د ټول ښار د برښنا مزی په مځکه رالویدلی وو .

پاکستانی چارواکی هڅه کوی چی د برښنا جریان بیرته جاری کړی او حالات کنټرول کړی.

د کراچی ښاری زیربنا زړه ده او د کانالازیسیون سیستم یی هم خراب دی او د ښار اکثره برخی ډیری آصیب پزیری دی.

XS
SM
MD
LG