د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ناټو جیټ الوتکه راولوېده


په کابل کی نظامی چارواکی وایی چی د ناټو یوه جټ جنگی الوتکه په کندهار کې د ناټو په ستره نظامي اډه کې رالوېدلې ده او دوه پیلوټان یې زخمي شوي دي.

د ناټو چارواکي وایي دا الوتکه د دوشنبی په ورځ په محلي وخت د سها ر په اووه نیمو بجو راوغورځېده او پیلوټانو یې وکړای شول چې له الوتکې نه ځان وغورځوي.

دغه پیلوټان د تداوئ لپاره د کندهار د نظامي اډې روغتون ته رسول شوي دي. رپوټ وايي چې په دې پیښه کې نور څوک ندي ژوبل شوي.

له دې یوه ورځ مخکې یوی ملکی هیلیکوپټری په همدغه هوایی اډه کی ټکر وکړ او شپاړس تنه یی ووژل. رپوټ وایی چی ددی خبری څه نښی او نښانی نشته چی د یاغیانو فعالیتونه دی ددی سبب شوي وي چی دا ټکرونه منځته راغلل.

په دې وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې څلور الوتکې رالوېدلي دي.

له بلې خوا، دناټو چارواکی وایی چی د یوه بم په چاودنه کی دایتلاف څلور عسکر دافغانستان په ختیځه سیمه کی نن ددوشنبی په ورځ ووژل شول. رپوټ وایی چی ناټو په دی برخه کی نو ر تفصیلات ندی ورکړی.

په یوه بل خبر کی ویل شویدی چی دبر تانیی ددفاع وزارت وایی یو برتانوی عسکر په هغه چاودنه کی ووژل شو چی دیکشنبی په ورځ دهلمند په ولایت کی وشوه.

په دی تازه وختونو کی د امریکا څلور زره عسکرو د برتانیی اوافغان عسکرو په شمول په هیلمند کی یوه تهاجمی حمله پیل کړیده. دحملی هدف د طالبانو د پخوانی او عنعنوی سنگر نه د هغوی ایستل دي.

همدارنگه د افغانستان د فراه ولایت چارواکي وایی چی د سړک دغاړی په بم باندی یوولس تنه ملکیان ووژل شول او دوه تنه نور یی زخمی کړل.

همدارنگه د یکشنبی په ورځ د جرمنی قواو لږ تر لږه دوه افغان ملکیان دکندز په ولایت کی وروسته له هغه نه ووژل چی یوموټر په سرعت باندی ددوی خوا ته راروان و او دوی پرې ډزی وکړی.

د یوه بل خبر له مخې، دامریکا خارجه وزیره هیلری کلنټن وایی امریکا به په خپله وسه کی هرڅه وکړی چی هغه امریکا یی عسکر چی طالبانو په افغانستان کی نیولی دی پیدا کړی او خوشی یی کړی. میرمن کلنټن دا خبری د ای بی سی له تلویزیون سره هغه وخت وکړلی چی هند ته په سفر روانه وه.

د امریکا پوځ دیکشنبی په ورځ د طالبانو له خوانه دهغی ویډیو خپرول وغندل چی بندی شوی امریکا یی عسکر پکی ښودل کیږی. چارواکی وایی چی د نیول شوی عسکر استعمالول د پروپاگند لپاره د نړیوال قانون نه مخالف کاردی. میرمن کلنټن دغه ویډیو له فضیحت نه ډکه او ظالمانه وبلله.هغی وویل چی داکار د افراطیانو دنا امیدی ریښتونی نښی څرگندوی.

طآلبانو ٢٨ دقیقی ویډیو په خپل ویب سایټ کی د شنبی په ورځ خپره کړیده. دغه ویډیو هغه امریکا یی عسکر څرگندوی چی له خپل نظامی مرکز نه د جون په دیرشمه باندی لادرکه شوی و. دامریکا چارواکیو هغه د بووي برگډل په نامه معرفی کړیدی . داعسکر دامریکا د ایداهو دایالت او ٢٣کلن دی. رپوټ کی ویل شویدی چی دامریکا پوځ په خپل قدرت کی له هرهغه څه نه کار اخلی چی داعسکر راخوشی کړی.

XS
SM
MD
LG