د لاس رسي وړ اتصالات

د خوگانو د زکام له ویرې د حج پر مراسمو قیودات


د عربي ملکونو د روغتیا وزیرانو پریکړه کړې چې د (ایچ.یو.این.یو) په نامه د خوگانو د زکام د خپرېدو له وېرې سږ کال به د حج په مراسمو کې د ځنیو کسانو پر گډون باندې بندیز وي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ویاند ابراهیم الکرداني وویل، د روغتیا وزیرانو ویلي دي چې کوم خلک چې شدیده او مزمنه ناروغي ولري او یا عمر یې له ٦٥ کلنو لوړ یا له ١٢ کلنو ټیټ وي د سږ کال په حج کې گډون نشي کولای.

الکرداني نن په مصر کې د عربي ملکونو د روغتیا له وزیرانو سره له کتنې وروسته خبرې کولې.

هغه وویل چې د وزیرانو دغه پریکړه باید د مربوطه عرب حکومتونو له خوا تصویب شي. خو د ختیځې مدیترانې د سیمې لپاره د روغتیا د نړیوالې ادارې رئیس حسین گیزیري ویلي دي چې سعودي عربستان به هم ددغه پریکړې ملاتړ وکړي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د سه شنبې د ورځې د راپور له مخکې، د خوگانو زکام د اپریل په میاشت کې په مکسیکو کې د راپیدا کېدو راهیسې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې نږدې ٧٠٠ تنه وژلي دي.

XS
SM
MD
LG