د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین غونډه پای ته ورسېده


د امریکا او چین د آستازو تر منځ یوه بې سارې دوه ورځنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې پای ته ورسېده. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په سیاسي، اقتصادي او د چاپیریال په چارو کې به له نږدې همکاري کوي.

د امریکا خارجه وزیرې وویل چې چین له امریکا سره مشترکاً د ایران د اتومي پروگرامونو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د خارجه وزیرې هلیري کلینټن، د مالیې د وزیر ټیمتي گایتنر او د دوی د چینايي هم منصبانو تر منځ ټولې خبرې پر اقتصادي مسئلو راڅرخیدې. بحث پر دې ټکي وو چې څنگه داسې لارې چارې ولټول شي چې روان نړیوال اقتصادي بحران پای ته ورسیږي او په اقتصادي نظام کې ثبات رامنځته شي.

خو میرمن کلینټن ددغې غونډې په پای کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د چین د خارجه چارو سلاکار وزیر ورسره د ایران او شمالي کوریا د اتومي پروگرامونو له امله خپله اندېښنه شریکه کړه او ویې ویل چې هغومره چې امریکا د اتومي وسله لرونکي ایران نه په خطر کې ده، چین هم دی.

کلینټن وویل: "چین هم زموږ په شان له دې امله اندېښنه لري چې ایران اتومي وسله تر لاسه کړي. چین هم زموږ په شان اندیښمن دی چې که ایران د اتومي وسلو مسابقې ته لمن وهلو ته ادامه ورکړي نو دا به ټول منځنی ختیځ او د خلیج سیمه ناامنه کړي. په غونډه کې موږ ډیرې گټورې خبرې لرلې".

په اقتصادي برخه کې، د امریکا د مالیې وزیر ټیمتي گایتنر وویل د چین مرستیال صدراعظم وانگ کیشان ورسره ژمنه وکړه چې چین به کوښښ وکړي چې په خپل ملک کې د تولیدانو خرڅلاو ته بازار تقویه کړي تر څو دغه ملک په روان اقتصادي بحران کې امریکا او نورو ملکونو ته پر صادراتو باندې ډیره تکیه ونلري.

د امریکا د مالیې وزیر وویل، د هم په خپل وار له چینايي مقاماتو سره ژمنه وکړه چې هر څومره ژر چې اقتصادي شرایط ایجاب کړي، امریکا به خپل د بودیجې کسر حل کړي تر څو د ډالرو ارزښت ثابت پاتې شي او د چین هغه شتمني وژغورل شي چې په امریکا کې یې سرمایه گزاري کړې ده.

گایتنر وویل: "هر څومره چې موږ شخصي سرمایې تقویه کوو، هر څو چې په آینده کې موږ د بودیجې د کسر مسئله حل کوو، هغومره په امریکا کې د یوه باثباته مالي سیستم له جوړېدو سره مرسته کیږي. موږ په چین کې هم د اقداماتو کېدو ته تمه لرو او له نورو ملکونو هم غواړو چې تولیداتو ته داخلي بازار او تقاضا تقویه کړي. دا مهم کارونه دي. باید په مشترکه توگه ورباندې کار وشي. او زما په نظر دا په دې برخه کې تر اوسه تر ټولو مهم ستراتیژیک پرمختگ دی".

د چین او امریکا د مالي چارو مسئولینو ژمنه وکړه چې دواړه ملکونه به تر هغو د اقتصادي سکتور د تقویه کولو لپاره اختصاصي بودیجه مصرفوي تر څو په مشهود ډول نه وي لیدل شوی چې دغه سکتور بیرته پر خپلو پښو درېدلی دی.

د دواړو ملکونو چارواکیو و نه ویل چې د اقتصاد د بیرته پر پښو درېدو وروسته به د خپلو اقتصادي سیستمونو توازن څنگه برقرار ساتي او د هغو اختلاف نظرونو په اړه یې هم څه ونه ویل چې دوی یې د خپلو اسعارو د تفاوت په اړه لري.

چین یوازنی ملک دی چې په امریکا کې یې ډیره زیاته سرمایه گزاري کړې ده. د دواړو ملکونو تر منځ د تجارت اندازه یو تریلیون ډالرو ته رسیږي.

د واشنگټن په غونډه کې دواړو ملکونو د اقلیم په چارو کې هم د همکاریو ژمنه وکړه. د چین هیئت وویل چې چین ته د جمهور رئیس براک اوباما سفر به چې د روان میلادي کال په پای کې پلان شوی دی، د دواړو ملکونو تر منځ د همکاریو یو نوی باب پرانیزي.

XS
SM
MD
LG