د ایران مطبوعات وايي، ددغه ملک ډیر شمیر معتبر سیاسي کسان له دې امله محاکمه شوي چې د انتخاباتو وروسته یې په مظاهرو کې برخه اخیستې ده او له دې سره په دغه ملک کې په انتخاباتو کې د جعلکارئ تورونه محدود کړل شوي دي.
د ایران د فارس خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د ایران د جمهوري ریاست پخواني اصلاح غوښتونکي مرستیال محمد علي ابتهي وویل چې د جمهور رئیس احمدي نژاد د بیا انتخابېدو لپاره د جون د ١٢مې نیټې په انتخاباتو کې د جعلکارئ تورونه بې اساسه وو.
ابتهي د هغو نږدې سلو کسان په جمله کې دی چې نن محکمې ته وړاندې شول. د ایرنا خبري آژانس لیکلي چې پر دغو کسانو باندې تورونه لگول شوي چې پر پوځي او حکومتي ودانیو یې حملې کړي، له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لري او د نظام په خلاف یې دسیسه جوړه کړې ده.
ددغو ټولو کسانو نومونه نه دي معلوم خو د فارس خبري آژانس وايي، د ایران د پارلمان پخوانی رئیس بهزاد نبوي او د حکومت پخوانی ویاند عبدالله رمضان زاده په هغو کسانو کې شامل دي چې نن یې د محاکمې ورځ ده.
په ایران کې د جون د ١٢مې د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته په دغه ملک کې پرخې مظاهرې پیل شوې. پر مظاهره چیانو باندې د حکومت د چپاوونو په لړ کې په زرهاوو خلک ونیول شول او د رپوټونو پر اساس نږدې ٣٠ تنه مظاهره چیان وژل شوي دي.
ډیر نیول شوي مظاهره چیان بیرته خوشې شوي دي، خو نږدې ٢٠٠ تنه لا تر اوسه په بند کې دي.