کلیوال وايي چې توغندی د ارغنداب په اولسوالی کې چې د کندهار ښار ته نږدی پرته ده، له سهار نه مخکی نن د چارشنبی په ورځولگېده. د توغندی په دغه برید کې دری ماشومان او ېو سړی په یوه کورنۍ کې ولگیدل. کلیوالو په دغه بریدد عتراض په توگه څلور واړه مړي د کندهار ښار تهویوړل او د امرېکا پر ضد یې شعارونه ورکول.
د امریکا پوځ وايي هغو هیلیکوپټرو چې په دغه سیمه کې د چارشنبی په ورځ د وخته عملیات کول هغوی په خپل برید کې څلور افراطیان چې په ټپ ټپي سپاره وو په ېوه داسیمیدانی کې وژلي دي چې د خلکو له استوگنځای نه لیری و. رپوټ وايي چې افراطیانو جکونه انتقالول چې وروسته بیا وچاودل.
د امریکا پوځ وايي چې دوی به ددغو رپوټونو په باب تحقیقات وکړي چې وايي په دغه پېښه کې ملکیان وژل شوي دي.
رپوټ وايي چې د خارجي عسکرو په عملیاتو کې د ملکیانو وژل کیدلو د عامو خلکو په منځ کې کرکه او نفرت زیات کړی دی.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي څو څو ځلې غږ کړی دی چې په هغو سیموکې بمباري بنده کړي چې خلک پکې ډیر وي.