د لاس رسي وړ اتصالات

گارډین: افغانستان د امپراطوریو هدیره ده


گارډین لیکی افغانستان، د خپل تاریخ په اوږدو کی ، دا مپراطوریو هدیره بلل کیږی خو په همدی هیواد کی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دامریکا د جگړی په هلو ځلو باندی تمرکز کوی او په لسهاو زره نور امریکا یی عسکر ورلیږی.

خو ددی ترڅنگ دامریکا یوه معتبرنظامی چارواکی وویل چی دافغانستان جگړه ډیره سخته ده او نوره لا هم پسی سختیږی. مرگ ژوبله د ٢٠٠١ میلادی کال د یرغل نه وروسته خپلی لوړی څوکی ته رسیدلی ده، دافغانستان لپاره د ډاډ وړ امنیتی قوه لامنځته نده راغلی؛د اپینو تجارت نور هم پسی پرمختگ کوی او دطآلبانو لپاره د بغاوت د عملیاتو پیسی برابروی.

گارډین لیکی په دی توگه امریکا په یوه اوږده جنگ کی دخیله ده او دا د زیاتو عسکرو او نظامی فعالیتونو تقاضا کوی.

دسږ کال تراخره به دامریکا د عسکرو شمیر هلته په افغانستان کی ٦٨ زرو ته ورسیږی. دعسکرو داشمیر اوس هم دعراق په پرتله چی ١٣٠ زره امریکا یی عسکر پکی پراته دی ډیر کم دی.

په افغانستان کی دامریکا غټ قوماندان جنرال ستانلی مکریستل دافغانستان د عملیاتو په ارزیابی لگیادی او دغه ارزیابی تقریبا وروستی پړاو ته رسیدلی ده. داوباما اداری دهغه په څیر نور کسان هم په دی کار گومارلی دی چی دهغو ستونزو پته ولگوی چی دوی هلته ورسره مخامخ دی.

گارډین لیکی چی مکریستل داخبره څرگنده کړیده چی دی به دیته اجازه ورنکړی چی مالی او سیاسی ملحوظات دده د سپارښتنو مخه ونیسی. هغه داخبره هم له امکان نه لیری نده گڼلی چی عسکر به نور هم زیات کړی شی.

په داسی حال کی چی دایتلاف او امریکا په زرگونو عسکر په هیلمند کی په عملیاتو لگیاد ی یوازی پنځه سوه افغان عسکر له هغوی سره مرسته کوی. خو دهیلمند په ولایت کی پنځه زره افغان عسکر پراته دی. خو دامریکا قوماندانان نه غواړی چی دغی جگړی ته افغانی بڼه ورکړی.

گارډین لیکی چی په افغانستان کی د شپیتو ورځو د جگړی ارزیابی به د جنرال ستانلی مکریستل له خوانه د اگست په ١۴مه نیټه باندی وړاندی شی. ددی کار پراخه توقع کیږی چی مکریستل دافغانستان د نظامی قواود شمیر د زیاتولوغوښتنه وکړی.

امریکا خپل اروپایی انډیوالان دیته هڅولی دی چی د افغانستان دامنیتی قواوپه روزلو، اکمال کولو، او مرستو په برابرو لو کی ملاتړ وکړی. خوکه چیری په کافی اندازه زیاتوالی ته ضرورت وی نوپکارده چی دامریکا قواوی نوری هم هلته ورسره زیاتی شی.

د گارډین ورځپاڼه لیکی چی دافغانستان پوځ اوس په دی پلان عمل کوی چی شمیر یی د ٢٠١١ میلادی کال تر پای پوری ١٣۴ زرو ته ورسیږی. اوس ددغو عسکرو شمیر( ٨٥) زره دی او څلور بلیونه ډالره پری لگیدلی دی.

د افغانستان پولیس چی په اداری فساد ککړ دی؛ لا تراوسه پوری هم خپل هدف ته چی شمیر یی ٨٢ زرو ته ورسیږی ندی رسیدلی. گارډین لیکی توقع ده چی مکریستل؛ دافغانستان په امنیتی قواوکی، ډیرغټ زیاتوالی پیشنهاد کړی.

گارډین لیکی چی داکار په داسی مهم وخت کی پیښیږی چی دافغانستان جگړه اتم کا ل ته ور داخلییږی. همدارنگه د امریکا د خلکو حوصله هم دناوړه اقتصادی رکود له امله مخ په کمیدوده؛ له بل پلوه د ٢٠١٠ په نیمایی کی دکانگریس دمنځنی دوری انتخابات هم راروان دی.

گارډین لیکی چی داوباما اداره اوس دافغانستان دخلکو امنیت ته پاملرنه کوی او دافغانستان د حکومت توانایی ته یی توجه اړولی ده چی خلکو ته امنیت برابر کړلی شی په دی توگه به د طالبانو ملاتړ ته تاوان ورسیږی.

د افغانستان خلک د حامد کرزی پرحکومت اعتماد نلری ځکه چی داداری فساد ډیری ادعاگانی دهغه د حکومت د مامورینو په خلاف موجودی دی. له بل پلوه داهیواد په همدی میاشت کی انتخاباتو ته هم ځان چمتو کوی.

گارډین لیکی په دی وخت کی له یوی خوانه امریکا کوشش کوی چی دعراق په څیر په ښارونو او کلیو کی واړه مرکزونه جوړ کاندی ځکه همدغی ستر اتیژی په عراق کی د جنگ مخه بدله کړی وه. له بلی خوانه واشنگټن په دی غور کوی چی د کوکنار کرونکیو ته پیسی ورکړی چی دکوکنارو کرل بند کړی.

رپوټ وایی طالبان اوس کروند گرو ته د کوکنارو د کرلو لپاره فیس ورکوی. په دی توگه له افغانستان نه داپین دتولیدولو ستر هیواد جوړ شویدی او دطالبانو او دهغو د بغاوت دتمویل گټوره منبع هم ده.

گارډین لیکی چی پخوانی پروگرام ځکه کامیاب نه و چی کروندگرو ته یی ویل چی دکوکناروپه ځای بل فصل وکری او متبادلو فصلونو کمه گټه لرله. گارډین په پای کی لیکی چی دامریکا ددفاع یوه چارواکی وویل: که ته داسی کار کوی چی هغه له خلکو نه پیسی کموی او بل لوری ته یی بیای نو داسی گڼل کیږی چی ډیر یاغیان دی منځته راوستی دی.

XS
SM
MD
LG