د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کی د سپاه صحابه مشر ووژل شو


پاکستانی پولیس وایی چی دیوی غیر قانونی شوی اسلامی ډلی مشر ددوشنبی په ورځ باندی دهیواد په جنوبی برخه کی دیوه برید په ترڅ کی وژل شویدی.

چارواکی وایی چی ټوپک والاو علی شیر حیدری او دهغه یوملگری د سند په ایالت کی په داسی حال کی ووژل چی دکراچۍ ښار په شمال ختیځه برخه کی یی په موټر کی سفر کاوه. کله چی د حیدری ساتونکیو پربرید کوونکیو ډزی وکړی نو په هغوی کی هم یوتن ووژل شو.

علی شیر حیدری د پاکستان د سپاه صحابه په نامه سر تیری ډلی مشرو. داد سنی مسلمانانو سرتیری ډله ده چی په پاکستان کی پری پرشیعه اقلیت باندی د حملو پړه اچول کیږي.

پولیس وایی داسی ښکاری چی د حیدری وژل کیدل له شخصی دښمنیو سره تړاو لری؛ نه له طایفه ئي جگړو او مرگ ژوبلو سره. خو سره له دی هم دهغه په مرگ باندی طایفه ئي بلواگانی منځته راغللی. دکراچی ښار پولیس وایی چی قهریدلو بلوایانو په دی ترڅ کی یوه سرویس موټر او یوه بل موټر ته اور واچاوه.

په یوه جلا پیښه کی نن ددوشنبی په ورځ یو بم په یوه لارۍ موټر کی ایښودل شوی و او لږ تر لږه شپږ کسان یی د تیلو په یوه پمپ کی له چاودلونه وروسته ووژل. د اپیښه پیښورته نیژدی په چارسده کی شویده.

پولیس وایی چی بم په یوه داسی بکسه کی ایښودل شوی چی برسیره پری لیکل شوی وو چی دا د وا ، ده. دموټروان ته ورکړل شوی وه چی یوه نیژدی کلی ته یی ورسوی. طالبانو ددغی حملی مسوولیت په غاړه اخیستی دی. چارواکی وایی چی په وژل شویو کی دوه ښځی او دوه ماشومان هم شامل وو.

د پاکستان دسپاه صحابه ډله هغه وخت غیرقانونی اعلان کړله چی په ٢٠٠٢ میلادی کال کی یی له امریکا سره دترهگری خلاف جگړه کی پرامریکا باندی د سپتمبر د ١١می نیټی له حملو نه وروسته ، اشتراک وکړ.

دامریکا خارجه وزارت د سپاه صحآبه ډله یوه ترهگره ډله بولی.

XS
SM
MD
LG