د لاس رسي وړ اتصالات

سوات: ځانمرگه ١۴ تر روزنې لاندی پولیس ووژل


پاکستانی چارواکی وایی چی د سوات په دره کی په یوه ځان مرگی حمله کی ١۴ د پولیسو محصلین وژل شوی دی.

دا حمله له هغه وروسته چی پوځ د طالبانو نه د سوات دره بیرته ونیوله تر ټولو خونړی حمله وه.

چارواکی وایی چی دغه ځان مرگی په مینگوره کی نن په داسی حال کی ځان په بم والوزاوه چی د پولیسو محصلینو د پولیسو د تاڼی مخی ته تعلیم کاوه.

په ټلویزیون کی وښودل شول چی صاحب منصبانو د دغو محصلینو د بدنونو ټوټی راټولولی.

دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغه کیږی چی پوځ اعلان وکړ چی د سوات په دره کی یی د ځان مرگو د تربیه کولو یو کمپ تباه کړی دی.

پوځ وویل چی د استخباراتی د معلوماتو له مخی او د سیمی د اوسیدونکو په رهنمایی یی دغه هدفونه په نښه کړی دی.

په دی عملیاتو د رپوټونو له مخی شپږ یاغیان وژل شوی او ویل کیږی چی زیات شمیر نور زخمی شوی دی.

XS
SM
MD
LG