د لاس رسي وړ اتصالات

'د طالبانو تاکتیکونو امریکايي عسکر حیران کړي'


واشنگټن پوسټ د چارشنبی په ورځ لیکی چی طالبانو دامریکا قواوی په نویو او پرمختللو تاکتیکونو حیرانې کړیدی او دامریکا جمهوررئیس براک اوباما تهدستراتیژی په هکله مهمی فیصلی ورله غاړی دی.

ورځپاڼه لیکی چی طالبانوپه افغانستان کی دیوه قوی دښمن په توگه په دی سبب تبارز کړیدی چی خپلو تاکتیکونو ته یی انکشاف ورکړیدی او دامریکا په نظامی لارښود کتاب کی یی خلاگانی پیداکړیدی. واشنگټن پوسټ لیکی داخبره ورته دامریکا د پوځ معتبرو چارواکیو وکړله چی ددښمن بیا راپورته کیدلو سږکال دوی اریان کړیدی.

ورځپاْڼه لیکی چی دامریکا د جنگ اصولد هوایی بمباریو نه زیاته استفاده کول محدودوی او دملکیانوخلاف د زور اوتیري داقداماتو مخه نیسی. دغه کارهم دیاغیانو لپاره نوی فرصت برابر کړیدی. له بلی خوانه دغرب له خوانه چی کومی انکشافی پروژی لکهدنویوسړکونو جوړول، د ښوونځیو او پولیسو د تاڼو پر ودانیو باندی بریدونو همیاغیانو ته نوی اهداف برابر کړیدی. هغوی په دغوبریدونو کی د سړک د غاړی لهبمونو او ځان مرگی حملیو نه کار اخلی.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه دیوه چارواکی له قولهلیکی چی دامریکا دعسکرود شمیر زیاتوالي همدخلکو نفرت د غرب لهزیات موجودیت سرهاو په اداری لحاظ فاسد حکومت سرهچی همکاری ورسره کوی، ډیر کړیدی.

په داسی حال کی چی جمهوررئیس اوباما ته دمهمو فیصلو کول ورله غاړی دی ؛ د عامو خلکو ملاتړ دهغه د جگړی له پالیسیونه په امریکا کی مخ پهکمښت روان دی. ددفاع وزارت چارواکی په دی څیړنه او کتنه لگیا دی چی هغه دلایل پیدا کاندی چی په دی شیبه کی لږ تر لږهولی داسی ښکاری چی طالبان جگړه گټی.

واشنگټن پوست لیکی چی د سږکال په پسرلی کی اوباما دافغانستان د جنگ لپاره پراخه ستراتیژی اوهدایاتبیان کړل. هغه وویل داهغه جنگ دی چی له ده نه مخکی حکومت له خوانهورته توجه کمه وه او کافی منابع نه ورکول کیدلی.هغه له کانگریس نه غوښتنه وکړله چی نوری پیسی اومنابع او بشری قوه ورته برابره کړی؛ او د جگړی دمیدان نظامی مشران یی هم بدل کړل.داوباما اداری وویل چی دوی توقع کوی چی دانوی ستراتیژی به په یوکال یا اتلس میاشتو کی نتایج څرگند کړی.

خو دامریکا چارواکی او دهغوی انډیوالان داسی احساس کوی دوی دوخت په مقابل کی او دیوداسی دښمن په مقابل کی لگیادی چی د جگړی په میدان کیپوخ سویدی. له خپلو اشتباهاتو، دامریکا اوناټو له اشتباهاتونه یی د جگړ یپه دی تیرو اتوکلونو کیزده کړه کړیده. د امریکا قوماندان جنرال ستانلی مکریستل په دی اونی کی د اوباما اداری ته د افغانستان د جنگ په هکله نوی کتنهورکړله. په دغه کتنه کی هغه دافغانستان حالت خراب بللی دی.

واشنگټن پوست د یوه اروپایی چارواکی له قوله، چی عسکر یی په افغانستان کی په جگړه کی گډون لری، لیکی چی طالبانو له هماغی اولی ورځی نه ډیر ښکاره او څرگند مقصد درلود. هغوی په دی قادرشول چی په خپلو اقداماتو کی په کراره خو په منظم اودوامدار ډول ښه شی. رپوټ وایی چی په افغانستان کی په روان کال کی دامریکا اوناټو عسکر ترنورو کلونو نه زیات ووژل شول. یوازی داگست په میاشت کی دامریکا د عسکرو ځانی تلفات۴٧ ته ورسیدل.

که څه هم د جنرال مکریستل رپوټ دعامو خلکو لپاره ندی خپور شوی خو چارواکی وایی چی په دغه کتنه کی د ستراتیژیکو بدلونو نو لپاره په پراخه توگه غوښتنه شویده. واشنگټن پوست لیکی چی په راتلونکیو څو اونیو کی به جمهوررئیس اوباما د جنرال مکریستل درپوټ سپارښتنی په غور سره وتلی او په دی به پریکړه وکړی چی نور عسکر او منابع ددغی ستراتیژی د عملی کولو لپاره ضروردی او که نه.

واشنگټن پوست لیکی چی دامریکا لس دولس پوځی چارواکیو د جگړی په میدان کی د طالبانوقابلیت او دجنگ په دود باندی خبری وکړلی، په دی جمله کی زیاتو کسانو دا خوشبینی ښکاره کړله چی دوخت په تیریدو سره د امریکا پالیسی کامیابیدلی شی خو په دا اوس وخت کی طالبانو په روانی لحاظ اوهم په واقعی لحاظ گټه کړیده. ددفاعیوه معتبر چارواکی چی دنوم دنه ښودلو په شرط یی خبری کولی و ویل چی اوله نښهاوس هلته داده چی هغوی فکر کوی چی دا جگړه گټی. داکار یوه داسی روحیه منځته راولی او یوداسی مثبت نظر ر اپیدا کوی چی د قربانی لپاره لیوالتیا منځته راولی.د طالبانو په کنترول کی سیمی پراخه شویدی او هغوی په دی قادردی چی نور خلک وروزي او داکار زیاترههغو سیمو ته نیژدیوی چی دوی هلته جگړی کوی. اوهغه خلک چی په دغو سیمو کی ژوند کوی هغوی په دی عقیده دی چی طالبان یوڅه کولی شی.

واشنگټن پوست لیکی چی په ختیځو برخوکی د یاغیانو په حملوکی پیچلتیا منځته راغلی ده او شمیر یی زیات شویدی. ډیرو امریکا یانو ته داسی ښکاری چی لکه یاغیانو چی دامریکا د پوځ دروزنیدکوم ښوونځی په څیر کوم ښوونځی لوستی وی چی عسکرو ته دا ورزده کوی چی په سختو شرایطؤ کی دوړو ډلو په شکل جگړه څنگه پرمخ بوزی.

واشنگټن پوست لیکی په ډیرو پیښو کی دا لیدل شویده چی دهغوی د حملو ډول هم پرمختگ کړیدی.

دپوځ یوه جنرال وویل په ختیځه برخه کی سږکالحملی زیاتی شویدی. یوشمیر نظامی منصبدداران داسی اټکل کوی چی ښایی له یاغیانو سره مسلکی جنگیالی د مرکزی اسیا او عربی هیوادونو نه راځی او په وړو گروپونوکی ورسره یوځای دروزنی کارونه پر مخ بیایی. هغوی تقریبا هماغه ډول نقش لری لکه څنگه چی دامریکا روزونکی دافغانستان د حکومت له عسکرو سره په روزنه کی مرسته کوی.

په دی نیژدی میاشتوکی د طالبانو جنگیالیو په خپلو حملو کی له هاوان توپونو نه هم کار واخیست اودامریکا قواوی یی په دفاعی موقف کی واقع کړلی. ترهغی وروسته یی دراکټ لانچر ډزی وکړلی او ورپسی د ټوپکو او ماشیندارونه کارواخیستل شو. په ډیره خاموشی حرکت کوی او ترپښولاندی زمکه ددی لپاره لمدوی چی گرد یی پورته نشی چی په دوی باندی حمله ونشی. ددی ترڅنگ د جگړی د زخمی دارو درمل هم کوی. پردی سر بیره اوس د پخواپه څیرد غټو گروپونو په شکلحمله نه کوی. ورځپاڼه لیکی کله به چی هغو په غټ گروپ کی راغلل نو تلفات به یی ډیر وو. هغوی اوس په دی هم په دقیقه توگهپوهیږی چی دامریکا توپخانه او جیټ الوتکی او هلیکوپټرپه څومره وخت کی دمتقابل ځواب لپاره چمتو کیږی. هغوی له دغه وخت نه مخکی بیرته سره خپریږی.

توپخانه او جیټ الوتکی او هلیکوپټرپه څومره وخت کی دمتقابل ځواب لپاره چمتو کیږی. هغوی له دغه وخت نه مخکی بیرته سره خپریږی.

XS
SM
MD
LG