د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قومندان کندز کې بمبار شوې سیمه ولیدله


په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قوماندان په کندز کې هغه سیمه وکتله چې په کې هوایي برید تر سره شوی و او محلي چارواکو ویلي چې په برید کې ملکي کسان تلف شوي دي. جنرال مک کرستل د شنبې په ورځ هغه ځای ته لاړ چې یوه مخکې یې امریکایي جت الوتکې د تیلو یو ټانکر چې طالبانو برمته کړی و، په بم وویشت.

په افغانستان کې د امریکا او ناتو لوړپورړي قوماندان د شنبې په ورځ وویل چې ملکي کلیوال د هغو ټپیانو په جمله کې موجود دي چې پر یو برمته شوي ټانکر باندې د هوایي برید په ترڅ کې ټپیان شوي دي. نوموړي امر کړی دی چې د ملکي تلفاتو مخنیوی دې وشي ځکه چې د طالبانو پر ضد جگړې ته تاوان رسوي.

جنرال مک کرستل د شنبې په ورځ هغه ځای ته لاړ چې امریکایي جت الوتکې په کې د جمعې په ورځ بم گزار کړی و او د اویا تنو په شاو خوا کې په کې وژل شوي و.

دغه برید د جنرال مک کرستل د نوی امر باوجود ترسره شوی چې د ملکي وگړو ژوند ته د خطر په صورت کې له هوایي ځواک څخه کار اخیستل منع کوي.

مک کرستل همداشان د هغه روغتون لیدنه هم وکړه چې ټپیان ورته انتقال شوي دي او یو لس کلن هلک یې له نژدې ولید چې لاسونه او پښې یې په بمبارې کې سوځیدلي دي. دغه هلک چې رحمت الله نومکیږي وایي:

جنرال مک کرستل په کندز کې خبریالانو ته وویل:

(.. هغه څه چې ما نن وکتل او روغتون ته لاړم، دا راته څرگنده شوه چې په پیښه کې یو شمیر ملکي کسانو ته تاوان رسیدلی.)

هغه د ملکي خلکو د وژل کیدو په اړه څه ونه ویل.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو پر ضد جگړه باید د ملکي وگړو د ژوند په بیه تمامه نه شي. مک کرستل د پیښې په هکله د جمهور رئیس حامد کرزي سره هم خبرې وکړې. هغه په کندز کې خبریالانو ته وویل:

(.. په یو خشونت کې اکثرا یاغیان له کالیو نه پیژندل کیږي. د دوی عمل هم تر هغه نه څرگندیږي تر څو چې خصمانه چلند ونه کړي. دا مشخصه پیښه د سهار د دوو بجو په شاو خوا کې رامنځ ته شو چې طبعا تاسې په تیاره او په همداشا په یو کلیوالي ماهول کې له اشتباه سره مخامخ کیږی.)

د ناتو یو ډلې چې مشري یې امریکایي هوایي جنرال گرگوري سیمت کوي د شنبې په ورځ رسمي تحقیات پیل کړي.

د زرو تنو په شاو خوا کې جرمني عسکر په کندز کې ماموریت لري چې په پرله پسې توگه پرې بریدونه کیږي. جنرال مک کرستل وایي:

(.. زه فکر کوم یوه مهمه مسله داده چې د کندز د امنیت سره مرسته وشي. دا حقیقت چې ټانکر یرغمل کیږي، او دا واقیعت چې د حکومت د کنترول لاندې سیمه کې په دې اندازه تغیر مومي، ماته په ډاگه کوي چې چې مونږ دلته کوشش او فعالیت ته اړتیا لرو.)

د کندز د والي ویاند د اویا تنو د وژل کیدو اټکل کوي چې پنځه څلویښت یې وسله وال ملیشه دي.

جرمني وايی اوه پنځوس وسله وال په هوایي بمبارد کې تلف شوي دي او د پیښې په وخت ملکي کسان هلته نه و موجود. د ناتو عمومي منشي بیا وایي چې ښایي یو شمیر ملکي وگړي هم تلف شوي وي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خاص استازي مرستیال ویلي چې دوی د ملکي کسانو د وژل کیدو په اړه سخت اندیښمن دي، او یو شمیر اروپایي مشرانو دغه هوایي بمبارد یوه تراژیدي او ستره سهوه بللې ده چې باید وپلټل شي.

XS
SM
MD
LG