د ناتو قواوو د چارشنبی په ورځ د نیویارک ټایمز هغه خبریال خوشی کړ چی یاغیانو برمته کړی و.که څه هم د هغه ترجمان او یو برتانوی عسکر وژل شوی و.
ستیفن فرل چی د ایرلند او برتانیی دواړو تابعیت لری د شنبی په ورځ په داسی حال کی برمته شو چی د کندز په ولایت کی یی د ناتو قواوو د بمباری په اړه یی رپوټ برابراوه.
فیرل د ټایمز ورځپاڼی ته وویل چی د هغه ترجمان سلطان مونادی چی د ده سره یوځای برمته شوی و د ژغورنی په وخت کی وویشتل شو او ووژل شو.
هغه وویل چی په دی نه پوهیږی جی په هغه باندی ډزی یاغیانو وکړی او که د ژغورنی عملی وکړی.
په دی حمله کی یوه افغانه ښځه هم ووژل شوه.
همدا شان د جون په میاشت کی یو بل خبریال دوید رودی چی د افغانستان او پاکستان په غرونو کی برمته شوی و ، د یاغیانو د منگولو نه وتښتید.
په دواړو پیښو کی ورځپاڼی او نورو مطبوعاتی آژانسونو د برمته کیدو د پیښو په اړه څه ونه ویل تر څو د دی خبریال مصونیت ته تاوان ونه رسوی.
فیرل په کال ٢٠٠۴ کی په عراق کی هم د رپوټ ورکولو په وخت برمته شوی و .