د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د طالبانو ویاند ونیول شو


د پاکستان پوځ وايي، په سوات کې یې د طالبانو پنځه عالي رتبه مشران نیولي چې په دوی کې د طالبانو ویاند هم شامل دی.

د پوځ ویاند اطهر عباس نن وویل چې د نیول شويو کسانو په جمله کې د طالبانو پر ویاند مسلم خان او د یوه بل طالب قومندان محمود خان پر سر ١٢٠ زره ډالر انعام ایښودل شوی و.

عباس ددغو کسانو نیول کیدل یو بری وباله خو نور جزیات یې ورنکړل. د پاکستان یوې انگریزي ژبې ورځپاڼې (د نیوز) لیکلي دي چې ددغو کسانو او حکومت تر منځ مذاکرات روان وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبر رد کړی دی او ویلي یې دي چې "د طالبانو لپاره دوه لارې دي یا دې ونیول شي او یا دي ووژل شي".

د پاکستان حکومت د اپریل په میاشت کې په سوات کې ددې لپاره عملیات پیل کړل چې له دغې درې نه طالبان وباسي.

پوځ وايي، له سیمې نه یې اکثره طالبان ایستلي خو وايي اوس هم ځای ځای جنگ پیښیږي.

XS
SM
MD
LG