د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک: د انتخاباتو نتایج باید تحقیقاتو ته وځنډول شي


د امریکا یو عالي رتبه چارواکی وايي د افغانستان د انتخاباتو نتیجه گیري باید تر هغه وخته پورې وځنډول شي چې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د جعلکاریو د ټولو تورونو په اړه تحقیقات پای ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هالبروک بي بي سي ته وویل چې د جگړې په شرایطو کې د انتخاباتو کول یوه زړوره پریکړه ده او افغانان او نړیواله ټولنه باید کمیسیون ته وخت ورکړي چې خپل کار بشپړ کړي.

پرون د پنجشبنې په روځ دغه کمیسیون امر وکړ چې په کندهار کې د ٥١ انتخاباتي مرکزونو، د غزني د ٢٧ مرکزونو او د پکتیکا په ولایت کې د پنځو مرکزونو رایې باید باطلې شي. په دغه سیمو کې جمهور رئیس کرزي ته ډیرې رایې ورکړل شوي وې.

د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون نه دي ویلي چې څومره رایې یې باطلې کړي دي.

په هغه بیان کې چې کمیسیون خپور کړی ویل شوي چې داسې دقیق معلومات یې تر لاسه کړي چې جعکاري ثابتوي د مثال په ډول، د رایو ډیرې پاڼې په یوه قلم نښه شوي او همدارنگه د ډیرو پاڼو او د رایه گیرئ د کارتونو نمري سره یو شان نه دي.

د شکایتونو کمیسیون همدا شان په ځینو انتخاباتي حوزو کې د رایو د بیا شمیرلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG