په افغانستان کې د تاوتریخوالي په بیلابیلو پېښو کې د څلویښتو څخه زیات خلک وژل سوي دي. په وژل سویو کسانو کې ملکیان، پولیس او تندروان شامل دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد په جنوب کې د ارزګان په ولایت کې د سړک غاړې بم په چاودنه کې ۱۴ ملکیان وژل شوي دي.
دغه راز چارواکو ویلي دي چې په دوو جلا پېښو کې د کندهار او خوست په ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه د سړک د غاړې بم په چاودنو کې وژل شوي دي.
له بلي خوا افغان او ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې د کندز په ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال چې د شپې له خواه تر سره شول، ۱۱ تندروان وژلي دي.
په عین حال کې ولایتي مقاماتو ویلي دي چې تندروانو په درې بیلابیلو حملو کې ۱۱ پولیس او د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ ۶ کارکونکي وژلي دي.