د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د ۶ غټو قدرتونو سره مو د مذاکراتو موافقه کړې


د ایران سرکاری خپرونی وایی ایران له دی سره موافقه کړیده چې د نړی له ٦ قدرتونو سره په نړیوالو اقتصادی او امنیتی ستونزو باندی د اکتوبر د میاشتی په اولو وختونو کی خبرې وکړی.

دایران خپرونی وايی چی ستر مرکچی سعید جلیلی په دی موافقه کړیده چی په راتلونکی میاشت کی مذاکرات وکړی. هغه ددوشنبی په ورځ د اروپایی اتحآد د خارجی پالیسی د مشر هاویر سولانه سره خبری وکړی.

دهاویر سولانه نطآقه وایی د اوروپایی اتحآد دیپلوماتات به له جلیلی سره داکتوبر په اوله باندی ملاقات وکړی. ددغه مجلس دکیدلو لپاره دځای اعلان ندی شوی. داخبره هم نده معلومه شوی چی د هاویر سولانه او جلیلی د خبرو ترمنځ به د شپږو هیوادونو استاځی شامل وی او که نه.

دامریکا متحده ایالات او پنځه نور قدرتونه چی په هغو کی فرانسه ، روسیه ، برتانیه جرمنی او چین شامل دی، ټولو تیره اونی د ایران خواست چی په پراخو مسایلوباندی خبر ی وکړی منلی دی.

داوباما اداره وایی چی دوی به دایران دا ټومی پروگرام مسله په خبرو کی مطرح کړی. که څه هم ایران ویلی دی چی په اټومی مسله باندی له بحث کولونه انکار کوی. غربی هیوادونه پرایران باندی دا تور لگوی چی ایران کوشش کوی چی د ملکی اټومی اینرجی دتولید په پلمه باندی، اټومی وسلی جوړی کړی، خو داتور ایران رد کړیدی.

دایران جمهوررئیس محمود احمدی نژاد دیکشنبی په ورځ وویل چی ایران دسوله ئیزی اټومی ټکنولوژی د لرلو داسی حق لری چی انکار ترینه نشی کیدلی او په دی حق باندی به له چاسره مذاکرات ونکړی.

د اتومي انژۍ د نړیوالې ادارې لپاره نوی مدیر وټاکل شو

داټومی اینرژۍ دڅارنی موسسی ددوشنبی په ورځ په رسمی ډول د جاپان یو دیپلومات یوکی یا امانو دنوی عمومی مدیر په توگه ټاکلی دی. ښاغلی امانو د مصر د محمد البرادعی په ځای باندی، دولس کاله یی په دی وظیفه کی تیرکړل، ټاکل شویدی.

رپوټ وایی چی ښاغلی امانو د جاپان په خارجه وزارت کی له ١٩٧٢ میلادی کال راهیسی په غټو چوکیو باندی کار کړیدی.

دهغه په کار کی غټه تجربه د بی وسلی کولو او داټومی وسلو د نه خپریدلو په برخه کی ده. هغه په واشنگټن کی دجاپان په سفارت او برسلز کی هم کار کړیدی.

XS
SM
MD
LG