د افغانستان د انتخاباتو کمسیون وایی چی د جمهوری ریاست د انتخاباتو ټول لومړنی نتایج به د چارشنبی په ورځ اعلان کړی .
خو د جعل کاریو د رپوټونو له امله د لسو فیصدو انتخاباتی مرکزونو د رایو د بیرته شمیرلو د امر له کبله کیدای شی چی نهایی رسمی نتایج کیدای شی د څو اونیو لپاره وځنډیږی.
د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمسیون ریس گرنت کیپین چی د ملگرو ملتونو ملاتړ ورسره دی پرون ویلی و چی د تقریبا٢٥٠٠ مرکزونو رایی باید د سره وشمیرل شی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون تیره اونی اعلان وکړ چی حامد کرزی تر اوسه پوری د ٥٠ فیصدو نه زیاتی رایی گټلی چی په دی ترتیب انتخابات دویم دور ته نشی تللی.
د هغه مهم سیال د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبالله عبدالله ٢٨ فیصده رایی وړی دی.