د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلانډ افغانستان ته عسکر لیږي


د نیوزیلانډ حکومت یو ځل بیا خپلی خاصی قواوی افغانستان ته استوی ترڅو د ناټو د قواو سره یو ځای شي.

همداراز د نیو زیلانډ صدر اعظم به دلته نیویارک کی د ملگرو ملتو او د ناټو د غړوملکونو د مشرانو سره هم د افغانستان جگړې ته د خپلو عسکرو په لیږلو خبرېکوي.

نیو زیلانډ د امریکا د کراتو کراتو غوښتنو نه پس افغانستان ته یو شمیر خاصو قواو د لیږلو فیصله کړیده.

د نويزیلانډ صدر اعظم جان کيافغانستان ته د قریب اویا عسکرو د لیږلو د فیصلی تائید کړیدی او ویليیې ديچی افغانستان په تاریخی توگه د تروریزم یوه ستره ځاله گرځیدلی.

د نیو زیلانډ صدراعظم به دېهفته کی امریکاته راځی. او د ملگرو ملتو د عمومی اسامبلئ په غونډه کی برخه اخلی او ورسره به د هغو ملکونو د مشرانو سره هم وینی چی د افغانستان په چارو کی دخیل دی

د کال ٢٠٠١ نه تر ننه پوری نوی زیلانډ افغانستان ته پینځه ځله عسکر لیږلی دی . خو د کال ٢٠٠٥ نه پس دا اول ځل دی چی دوی افغانستان ته تازه عسکر استوی

د نیو زیلانډ صدر اعظم ویلی دی چی ضرورت د دی خبری دی چی نړیوال ایتلاف د یاغیانو د ځپلو جدی غم وخوری.

دی وايي:زمونږ هدف په افغانستان کی باید دا ووسی چی هلته ثبات راولو. او که چری داسی ونشی نو بیا به دا ملک بیا د طالبانو په لاس پریوځی او بیا به پکی ترورستان خپلی ځالی جوړی کړی او داسی دسیسی او پلانونه به جوړوی چی هغه به د هیچا په گټه نه وي.

نیوی زیلانډ د خاصو قواو نه علاوه په افغانستان کی د ولایتی بیا رغونی په کارونو کی ١۴٠ عسکر هم استولي دي.

نیو زیلانډ په داسی حال کی افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو خبر کوی چی په افغانستان کی د داخلی او خارجی عسکرو مرگ ژوبله زیاته شویده او ورسره زیاتره غربی هیوادونه په افغانستان د د وروستیو انتخاباتو سره د تړل شو درغلیو او شکایتونو نه هم پریشانه دی او حالات ورته یقینی نه بریښی.

بلخوا افغانستان کی د ناټو د قواو امریکا جنرال سټینلی میکرسټل هم خبردارئ ورکړیدی که چری افغانستان ته نور عسکر ورنغلل نو د جنگ د بایللو احتمال هم شته

د نیوی زیلانډ گاونډئ ملک استریلیا هم د امریکا سره په دی جگړئ کی ملگری دی. خو وایی چی تر اوسه ورنه د نورو عسکرو د لیږلو غوښتنه نه ده شوی. اسټریلیا همدا اوس په افغانستان کی ١٥٥٠ عسکر لری. چی دا د ناټو د تړون نه بهر د هیوادونو د جملی نه د عسکر د شمیر په حساب ټولو نه زیات سهم دی چی اسټریلیا اخیستئ دی.

XS
SM
MD
LG