د لاس رسي وړ اتصالات

"اوباما د افغانستان په اړه د ستراتیژئ په بدلولو غور کوي"


دنیویارک ټایمز ورځپاڼه د سپتمبر په ٢٣مه نیټه لیکی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما په افغانستان کی د عسکرو د ډیر زیاتوالی په مقابل کی، په مبتادلو لارو چارو هم غور کوی. په دی کی د جمهوررئیس د مرستیال جوزیف بایډن هغه پلان هم شامل دی چی وایی دامریکا عسکر دی کم کړی شی او زیاته توجه دی په پاکستان کی دالقاعده په له منځه وړلو باندی متمرکزه شی.

ورځپاڼه لیکي، هغه لارې چارې چی غور پری کیږی، د هغوپه باب داوباما اداره وایی چی په دی کی په صورت عموم هغه ټوله ستراتیژی هم شامله ده چی جمهور رئیس شپږ میاشتی مخکی اعلان کړله. چارواکو وویل چی داستخباراتو دوه نوی رپوټونه هم په دی برخه کی راغلي دي چی دافغانستان او پاکستان په برخه کی ارزیابی وکړی.

په ستراتیژۍ باندی نوی کتنه په داسی حال کی تر غور لاندی نیول کیږي چی د جنگ په میدان کی ډیر مهم بدلونونه رامنځ ته کيږي. د جمهور رئیس براک اوباما د خاص ټاکل شوی قوماندان جنرال ستانلي مکرستل همکارانو دا خبره کړی ده چی اوباما غواړي پوه شي هغه ستراتیژي چی د افغانستان لپاره جوړه شوی ده کار ورکوي که نه؟ او ایا اضافي پوځونه به کار ورکړي که نه؟ د مک کرستال په رپوټ کی ویل شوي دي چی اوباما غواړي پوه شي چی د داسی دوام داری جگړی سره څه ډول چال چلند وکړي.

نیویارک تایمز لیکي سره ددی چی اوباما ویلي دي چی یو با ثباته افغانستان د امریکا د امنیت لپاره ډیر ارزښت لري. خو دی ددی نه هم اندیښنه لري هسی نه چی امریکا د سریښو په یو ډنډ کی بند پاتی نه شي.

نیویارک ټایمز لیکي، د سپتمبر په دیارلسمه نیټه جمهور رئیس براک اوباما په داسی حال کی چی د ده مرستیال جو بایدن، د دفاع وزیر رابرت گیتس ، د بهرنیو چارو وزیره هلري کلنتن، ملي امنیت سلا کار جیمز جونز او د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټی مشر مایک مولن هم حاضرؤ په سپینه ماڼۍ کی غونډه وکړه . دوی په خپله دی غونډه کی کومی موافقی ته ونه رسیدل. خو په دی غونډه کی متضاد نظرونه ورکړل شول.

ورځپاڼه زیاتوي، چی په دی غونډه کی جو بایدن یو کاملاً متضاده مفکوره لرله. دی ددی په ځای چی د نورو عسکرو دلیږلو خبره وکړي برعکس وویل چی ددی په ځای چی د افغانانو د فاع و‍شي بهتره داده چی په افغانستان کی د امریکا عسکر لږ شي او پر ځای یی په پاکستان کی د القاعده پرضد د بی پیلوټه الوتکو او نورو ذریعو حملی زیاتی شي. په عین حال کی کوښښ وشي چی د افغاني پوځیانو روزنی ته خاصه پاملرنه و‍شي. بایدن ویلي دي چی امریکا په افغانستان کی د هرو دیرشو ډالرو په مقابل کی په پاکستان کی یواځی یو ډالر مصروفوي په داسی حال کی چی امریکا ته ډیر خطر له پاکستان نه متوجه دی.

ورځپاڼه په مجلس کی د ناست سړي له خولی د نوم له څرگندونی نه پرته لیکي چی ښاغلي اوباما د ښاغلي بایدن ددغه نظر تردید په تیر مارچ کی کړی ؤ او اوس معلومه نه ده چی اوس به ددغه نظر په هکله څه ډول تصمیم نیسی. په دی نژدی وختونو کی امریکایی چارواکي ددی نه راضي ښکاره کیدل چی کومه پالیسي چی پاکستان یی د مخالفینو په وړاندی نیولی ده پرځای کار دی.

نیویارک تایمز لیکي چی هلری کلنتن چی پخوا په تیر مارچ کی د بایدن د نظرملاتړ نه ؤ کړی داځلي وايي چی اوس القاعده په افغانستان کی نشته او دا معلومه نه ده که چیری افغانستان د طالبانو لخوا بیرته اشغال شي ایا دوی به وکړی شي چی بیرته ځان هلته تثبیت کړی که نه. له بلی خوا د افغانستان په انتخاباتو کی چی کومی درغلی وشولی په اصل کی د امریکا هغه اعتبار چی یی د ملک په حکومت لاره هغه ته تاوان ورسید. ښاغلی اوباما او جوبایدن دواړو د کرزي په اړه یو ډول شک ښکاره کوي. دوی په دی فکر کوي که چیری حتی کرزی ددوهم ځل انتخاباتو نه بریالی هم ووځي بیا هم دده اعتبار په شک کی دی.

نیویارک تایمز لیکي چی د شورشیانو پر ضد ستراتیژي هغه وخت کار ورکولی شي چی ته په میدان کی یو قانوني او با اعتباره حکومت ولري. اوس دغه اعتبار ته تاوان رسیدلی دی.

ورځپاڼه لیکي چی په اوس وخت کی اوباما باید د افغانستان په هکله چی کومی خبری پخوا کړي دي د خپل نن ورځی پالیسۍ او بحثونو سره هم اهنگ کړي. پخوا تل اوباما دا خبره کول چی مونږته نه دی په کار چی د افغانستان نه سترگی ها خواته واړوو. خو اوس چی دی پخپله د جنگ چلونکی دی نو ده سره ډیر زیات نور چانسونه نشته او ډیر وخت هم نه لري. دا خبری د امریکا پخواني دفاع وزیر ولیام کوهن کړي دي. ښاغلي کوهن ویلي دي هر څومره چی زیات انتظار وباسی هغومره د وضعی بدلون نور به هم د ستونزو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG