د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د یورانیمو نوې فابریکه باید ژر فعاله شي


د ایران د ستر مذهبي مشر یو سلاکار وايي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو فابریکه چې په دې ورستیو کې یې موضوع راپورته سوه، باید ژر تر ژره فعالیت شروع کړي.

د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي د دفتر ریْس محمد محمدي ګلپایګاني د ایران د فارس خبري آژانس ته د شبنې په ورځ وویل چې نوې فابرېکه به ژر تر ژره فعاله سي او د دښمنانو ادعا به غلطه ثابته سي.

دغه خبري په داسي حال کې کېږي چې د دېنه یوه ورځ مخکي د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما ایران ته خبرداری ورکړ چې د اټمي پروګرام په موضوع کې دي واضیح درېځ د راتلونکې اونۍ په نړیوالو خبرو کې غوره کړي که نه نو ایران به د نورو سختو نړیوالو بندیزونه سره مخامخ سي.

د جمعې په ورځ ښاغلي اوباما د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې ایران به د نړۍ د قدرتونو سره په مجادل کې پاته سي که چیري دغه هیواد خپل ټول اټمي فعالیتونو نړیوالو ته واضح نکړي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د ایران په هکله نړۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله او د شلو صنعتي ملکونو په غونډه کې یووالی وښود.

XS
SM
MD
LG