د لاس رسي وړ اتصالات

چین خپله ٦٠مه کلیزه ولمانځه


چین د یو نړیوال ځواک په توگه د کمونست گوند د واکمنۍ شپیتمه کلیزه ولمانځله او اردو یې تر ټولو ستر نظامي رسم گذشت تر سره کړ. په دې رسم گذشت کې څه دپاسه سلو زرو تنو گډون کړی و.پام وکړې په دې اړه یو رپوټ ته چې زمونږ همکار یې وړاندې کوي.

پولیسو د چین د ولسي جمهوریت د شپیتمې کلیزې د لمانځلو لپاره د بیجینگ ښار د تینانمین د څلور لارې په شاو خوا کې پراخه ساحه بنده کړې وه.

خلکو ته ویل شوي و چې مراسم په تلویزیونونو کې وگوري.

جمهور رئیس هو جنتاو د عادي کالیو پر ځای د ماوسیتونگ په شان لباس اغوستی و او په یو سر لوڅي لیموزین موټر کې ناست و، په زرگونو عسکر، سلگونو ټانکونه او نور نظامي وسایط یې معاینه کړل. ټولو برخه والو د روغبړ نارې وهلې.

د دوه ساعته مراسمو په ترڅ کې څه دپاسه سل هیلکوپترې، استخباراتي الوتکې او په چین کې جوړې شوې جت اولوتکې د ښار پر سر په خاصو مراسمو والوتلې.

په زرگونو زده کوونکو په پوره هم اهنگۍ د خوښۍ اظهار کاوه او سیاسي شعارونه یې ورکول.

د چین جمهور رئیس هو جنتاو دا مراسم د چین د ولس ستر بیاځوانول وگڼل. او په وینا کې یې وویل:

(.. د چین کلتور او مدنیت پنځه زره کلن تاریخ لري او په گډه مونږ د پرمختیاو اوسني پړاو ته رسیدلي یو.)

په بیجینگ کې د اونیو راهیسې امنیتي تدابیر نیول شوي و او دا ویره موجوده وه چې چېرې مظاهرې دا مراسم گډ وډ نه کړي. د بیجینگ ښار په مرکزي برخه کې د سه شنبې د ورځې راهیسې سوداگریز فعالیتونه ځنډول شوي و. او بیجینگ ته د هوایي پروازونو تگ راتگ د پنجشنبې په سهار بند کړای شوی و.

د بیجینگ د المپیک د لوبو راهیسې چین په نړۍ کې په ښه توگه پرمختگ کوي، او د شپیتمې کلیزې لمانځل د هو جنتاو د مشرتابه لپاره ښه امکان و چې په خپلو خلکو کې محبوبیت ترلاسه کړي.

د چین رسنیو دغه نظامي رسم گذشت د هیواد د وسلو تر ټولو ستره ننداره وبلله چې د پخواني شوروي اتحاد خاطره راژوندۍ کوي او د شمالي کوریا د ډله ایزو هم اهنگو نندارو سره ورته دي.

د مراسمو گډون کوونکو د ماوسیتونگ ستره تابلو او همداشان د اصلاح غوښتونکي چینایي مشر دین شیاوپینگ او همداشان د هو جنتاو ستر عکسونه لیږدول.

د چین اردو د سږکال په لومړیو کې په خپله ورځپاڼه کې لیکلي و، ددې نظامي رسم گذشت هدف د کمونیست گوند د لیاقت پراخه ننداره ده چې پر ټول هیواد باندې واکمني کوي.

د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې چین خپله اردو عصري کوي

د چین د دفاع وزیر لیانگ گوانگ لي په وینا د چین وسله والو ځواکونو دومره ستر گام پورته کړی چې د هیواد جنگي جت الوتکی، ټانکونه، جنگي بیړۍ او بالیستیک میزائیل د لویدیځې نړۍ د جنگي مهماتو سره مساوي او یا هغه ته ورته دي.

پنتاگون وایي، د چین لیاقت چې خپل جنگي قدرت وساتي، محدود دی. خو لوړپوري چارواکي همداشان اتومي، فضایي او خودکارو جنگي وسایلو ته د بیجینگ د زیاتې پاملرنې په وجه اندیښمن دي. د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیټس وایي:

(.. په خود کارو او ستیلایت ضد محاربوي وسایلو، په هوایي او کشتیو ضد وسلو او بالیستیک میزائیلو باندې د هغوی پانگه اچونه ښایي په ارام سمندر کې د قدرت د طرحې او د متحدینو سره د مرستې په چارو کې د امریکا عمده لارې ته تهدید شي.)

امریکا د ارام سمندر په سیمه کې د الوتکو لیږدونکو بیړیو او تحت البحریو او نورو نظامي وسایلو په لرلو سره خپل ځواک تمثیلوي.

د نظامي چارو څیړونکي وایي چین هڅه کوي چې د کشتیو ضد اوږد واټن ویشتونکي مزایل تولید کړي چې دا به د امریکا سمندری ځواکونو ته چې چین ته نژدې عملیات کوي، ښایي گواښ پیښ کړي.

د رند د تحقیقاتي موسسې څیړونکی راجر کلف وایي:

(.. د الوتکو لیږدونکو بیړیو د ضربتي گروپونو په گډون د امریکا بیږۍ چې د چین له ساحل څخه په یو زر او شپږ سوه کیلومیترۍ کې موقیعت لري، کیدای شي د چین د هوایي ځواک، کشتیو او تحت البحریو له خوا پرې برید وشي.)

په داسې حال کې چې د تایوان سره د چین اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې ښه شوي، بیجینگ په پرله پسې توگه د هغو میزائیلو شمیره زیاته کړې چې تایوان ته توجیع شوي دي. متقاعد سمندري ستر جنرال ایرک مک وادن چې اوس د بهرنۍ پالسۍ د انستیتوت څیړونکی دی وایي:

(.. دا یو ډیر مشکل شئ دی چې د دوه ډوله مبارزې د پرمخ بیولو تصور وشي، یو د تایوان پر ضد او بل د امریکایي مداخله گرو ځواکونو پر ضد. البته د نړۍ د یواځني عالي ځواک په وړاندې. نو چین دومره تجربه او ځواکونه نه لري، او همداشان دا چې دا کار دې په موثره توگه وکړای شي.)

چین وایي سږنۍ نظامي بودجه یې اویا میلیارده ډالره ده. د امریکا د دفاع وزارت اټکل کوي چې د چین بودجه ښایي د ١٥٠ میلیاردو ډالرو په شاو خوا کې وي.

چین وایي اردو ددې لپاره عصري کوي چې د هیواد امنیت او منافع وژغوري. د امریکادملي دفاع د پوهنتون استاد برنارد کول وایي:

(.. زه واقعا په دې باور یم چې د ملي امنیت لومړنی هدف د چین د کمونیست گوند د واکمنۍ ساتل دي.)

امریکا او چین په دې وروستیو کې د دوی د اردوگانو ترمنځ همکاري نوی کړه، او د امریکا سمندري بیړیو د چین بندرونو کې لنگ واچوه او نظامي مامورینو یې سره وکتل.

په ارام سمندر کې د امریکایي ځواکونو قوماندان سمندري ستر جنرال تیموتي کیاتینگ، وایي هغه به خوشاله شي که دوی سره نظامي گډ تمرینونه وکړي.

(.. اتفاقا زه فکر کوم چې مشراکت د اسیا د ارام سمندر په حوزه کې یو ضروري عنصر دی.)

څیړونکي وایي د امریکا او چین اردوگانې باید سره همکاري وکړي چې د ضرورتونو په وخت کې بشري مرستې ورسوي، تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ اعتماد پیاوړی شي. متقاعد ستر جنرال مک وادن وایي:

(.. د اوس لپاره مونږ باید احتیاط وکړو، دواړه خواوی باید احتیاط وکړي، ځکه مونږ ډاریږو چې ښایي لانجه رامنځ ته شي.)

د امریکا د دفاعي چارو مسولینو له اوږدې مودې راهیسې د چین په نظامي چارو کې د روڼتیا د نشتوالي په اړه اندیښنه څرگنده کړی ده.

XS
SM
MD
LG