د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: صحي اصلاحات د وړو مؤسسو په گټه دي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وایی چی د صحي چارو اصلاحات به په کوچینیو تجارتي مؤسسو باندی مالی فشار کم کړی او د کارونو د زیاتیدو موقع به برابره کړی.

هغه نن د شنبې په ورځ په خپله هفته ایزه رادیویی وینا کی وویل چی کوچنۍ تجارتي مؤسسې د صحي چارو په برخه کی زیات لگښتونه کوی چی دا کار د اقتصاد د پرمختگ دلاري خنډ او د هغوی د کارگرانو د بیکاره کیدو سبب گرځي.

اوباما وویل چی د روغتیایي سیسټم ښه کیدل« زموږ د اقتصاد د بیا رغیدو د پاره یو ډیر مهم اقدام دی.»

د جمهوررئیس اوباما ددې تبصرې په جواب کی د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسي جرگې وکیلي، کینډیس میلر په خپله رادیویی وینا کی وویل چی د صحي چارو اصلاحات د خلکو د بیکاره کیدو مخه نه سی نیولای بلکی د کوچینیو تجارتي مؤسسو د مالیاتو کمول کولای سی چی اقتصاد بیرته تقویه کړی.

هغې دغه راز د انرژۍ په باب د کانگرس په لایحو باندی چی هدف یې هوا ته د مضرو گازونو د خپریدو مخنیوی دی هم انتقاد وکړ او ویې ویل چی دا لایحې به د بریښنا او تیلو قیمتونه زیات کړی.

XS
SM
MD
LG