د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د  اسلام آباد د پرونۍ چاودنې مسولیت واخیست


پاکستاني طالبانو په اسلام آباد کی د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) په مرکزي دفتر باندی د خونړي ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یوه ویاند اعظم طارق د سه شبنی په ورځ وویل چی دا برید د هغوي ملګرو ترسره کړیدی. پدغه خونړي برید کی د ملګرو ملتونو 5 تنه کارکوونکي ووژل شول او 5 تنه نور یی ټپیان شول.

هغه زیاته کړه طالبان پدی باور دي چی نړیواله ټولنه لکه WFP په پاکستان کی د امریکا د اجنډا د پرمختګ په خاطر کار کوي.

د پاکستان د کورینو چارو وزیر رحمان ملک ویلي دي چی طالبان پدا شان کړنو غواړي چی د سوات د دری او د جنوبي وزیرستان د نظامي عملیاتو غچ واخلي.

د تیری دوشنبی په ورځ ښاغلي ملک وویل چی ځانمرګي برید کوونکي د امنیتي مامورینو یونیفورم اغوستی وو او خپل اته کیلوګرامه چاودیدونکي مواد یی د ملګروملتونو د دفتر د منتظرینو په سالون کی والوزول. هغه همدارنګه په خلکو غږ وکړ چی په راتلونکو څو ورځو کی د نورو دا شان بریدونو د پیښیدو په اړه دی باخبره واوسیږي.

دخوراک نړیوال پروگرام چارواکی وایی چی ددوی څلور تنه پاکستانی مامورین او تن عراقی مامور په دغه چادونه کی ووژل شول.

دامریکا عالیرتبه قوماندان چی په افغانستان کی دامریکا اوناټو قوماندان دی په راولپنډۍ کی یی د پاکستان له جنرال اشفاق کیانی سره په مسلکی مسایلو باندی بحث وکړ. په عین حآل کی د پاکستان استخبارات وایی چی په جنوبی وزیرستان کی په هوایی بمباری او د توپونو په حملو کی لږ تر لږه دوه طالبان وژل شویدی.

دامریکا متحده ایالاتو دغه بم چونه محکومه کړیده. دامریکا دخارجه وزارت نطاق ایان کلی وویل چی د مرگ ژوبلی دغه ډول بی باکانه عمل، دنړیوال خوراکی پروگرام خلاف چی غریبو او وږیو خلکو ته خوراک برابروی په خپله په مدنیت باندی یوه حمله ده. داکارد تروریستانو داجنډا هغه ریښتونی طبیعت راڅرگندوی.

دملگرو ملتونو چارواکیو هم دا برید غندلی دی. هغوی وویل چی په اسلام اباد او راولپنډۍ کی یی تر بل خبرداری پوری ټول دفترونه بند کړیدی. خو دهغوی عملیات په نورو ځایونو کی روان دی.

دملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام په ټول پاکستان کی فعال دی او په دی نیژدی وخت کی هغو بی کوره او بی ځایه شویو خلکو ته خوراکی مواد برابروی چی د سوات دری د جگړو له امله له خپلو کورو نو نه وتلی دی.

XS
SM
MD
LG