د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: د افغانستان د رایه ورکوونکو نه د رایو شمیر زیات وو


یوه معتبره امریکایی ورځپاڼهد ملگرو ملتونو د یوی پټې احصایی چی د افغانستان دجمهوری ریاست د جنجال نه ډکو انتخاباتو په اړه یی ترتیب کړی ده، وایی چه په ولایتونو کی د رایو رسمی شمیر په مجموعی ډول د اصل رایو ورکونکوپه نسبت تقریبا سل زره رایې زیاتې حساب شوی دی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼی نن راپور ورکړ چهپه افغانستان کی د ملگرو ملتونو دخاص استازي کی ایډهدفتر له خواترتیب شوی لستونهښیید اصل رایی ورکوونکو دشمیر او هغیرسمی تنیجو په منځ کی ډیر توپیر لیدل کیږی چه دافغانستان دانتخاباتو کمیسونخپری کړی دی.

خصوصا دافغانستان په جنوبی او ختیزو ولایتونو کی نارامی په کی ډیره ده، په دغو لستونو کیفرقډیر ښکاره لیدل کیږی.داسی ښودل کیږیچی ډیری زیاتی رایی دجمهور ریس حامد کرزيوړی وی.

دمثال په ډول، دهلمند په ولایت کی دانتخاباتو دکمیسون دراپورپه اساسجمهور ریس کرزي یو لک پنځه دیرش زره رایی وړی دی حال دا چه په ټول ولایت کی یواځی نپځه زرونه تر اته دیرش زرو پوری رایی ورکونکو خپلی رایی ورکړی وی.

ورځپاڼهوایی چه ددجمهوری ریاستد یوبل کاندید ډاکتر عبداله عبداله طرفدارانو هم په انتخاباتو کی ټگی کړی ده. غیر رسمی نتجیه ښیی چه ښاغلي کرزی دجمهوری ریاست په انتخاباتو کی څلور پنځوس فیصده رایی گټلی وی.

XS
SM
MD
LG