د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ کې نن د افغانستان په اړه په لوړه سطحه بحث کیږي


د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما به نن د پنجشنبې په ورځ په سپېنه ماڼې کې د خپل مرستیال جوبایدن او د خارجه وزیرې میرمن هیلرې کلینټن سره وګوري او د افغانستان د پاره د امریکا پر ستراتیژۍ به چې اوس تر غور لاندې ده خبري وکړي.

جمهور رئیس اوباما د خپو لوړپوړو نظامي او سیاسي سلاکارونو سره د چهارشنبې په ورځ چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ جګړې ۸ مه کلیزه وه، وکتل. په دې ورسیتو کې د افغانستان د ماموریت په اړه یو لړغونډې سوي دي.

د چارشنبې د ورځې غونډه، د سیمې دپاره په نوي ستراتېژۍ یا تګلاره کې د پاکستان پر رول متمرکزه وه. د سپېنې ماڼې نطاق ښاغلي رابرت ګیپس وویل چې د امریکا حکومت په دې باور دی چې پاکستاني چارواکو خپلې هلې ځلې د یاغیانو پرضد زیاتي کړي دي.

ټاکل سوې ده چې جمهور ریْس اوباما به د راتلونکې جمعې په ورځ یوه بله غونډه د امریکا د ملي امنیت د هیات سره جوړه کړي.

په عین حال کې پنتاګون خبریالانو ته ویلي دي چې جمهور رئیس اوباما ته په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د قواوو د عمومي قوماندان جنرال مکریستل نه د نورو قواوو درخواست راغلی دی.

جنرال مکریستل خبرداری ورکړی چې که چیري نورې قواوې افغانستان ته وانستول سي نو امریکا به په دغه ماموریت کې ناکامه سي. دغه دم په افغانستان کې ۶۸ زره امریکايي عسکر د طالبانو پرضد جنګیږي او ښايي جنرال مکریستل د ۳۰ نه تر ۴۰ زرو اضافي امریکايي عسکرو غوښتنه وکړي.

خو د امریکا د حکومت مامورین وايي چې جمهور رئیس اوباما د جنرال مکریستل د غوښتنې او د جوبایدن د وړاندیز په برخه کې مینځنی دریځ غوره کړی دی. په دغه وړاندیز کې د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن ویلي دي چې د القاعدې د ترهګرو پرضد دي د بې پیلوټه الوتکو او مخصوصو قواوو نه کار واخیستل سي او د قواوو شمیر دي پر اوسني حالت پاته شي.

په افغانستان کې د امریکايي قواوو د زیاتوالي له امله او دغه راز د طالبانو سره په زورورو نښتو کې په دې ورسیتو میاشتو کې د امریکايي قواوو تلفات هم زیات سوي دي او د بلي خوا په امریکا کې د افغانستان د ماموریت نه د عوامو خلکو ملاتړ هم کرار کرار راکمیږي.

XS
SM
MD
LG