د لاس رسي وړ اتصالات

یو میلیارد انسانان له لوږې سره مخامخ دي


دملگرو ملتونو دخوراک او زراعت نړیوال سازمان وايي چې په نړیواله سطحه د هیوادونو د اقتصاد د خرابیدلو او د غذايي بحران له امله، اوس مخ په پراختیايي هیوادونو کی یو میلیارد انسانان د لوږې سره مخامخ دي.

د خوراک او زراعت نړیوال سازمان او د نړۍ د غذايي پروگرام اداره په خپل شرېک راپو رکی واېې، په داسی حال کی چې د خوراکی موادو نرخونه په یو شمیر ملکونو کی لوړ شوي دي ډیرو خلکو خپل کار او زورگار له لاسه ورکړی دی او عواید یې کم شوي دي.

تر ټولو زیات وږي خلک په اسیا کي دي چې شمېیر یې شپږ سوه دوه څلویښت میلونو ته رسیدلی دی.

د آسیا نه وروسته زیاته لوږه په افریقا کې ده چې شمیر ېې دوه سوه پنځه شپیته میلونو ته رسیږي. په دریمه درجه کې منځنی ختیځ او شمالي افریقا ده چې شمیر یې دوه څلویښتو میلونو ته رسیږي.

دا راپور د خوراک د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی چې د اکتبور په شپاړسمه لمانځل کیږي.

ددی ورځې د لمانځلو هدف دادی چې د فقر او لوږې په باب خبرتیا را پیدا شي او د حل لاره یې ولټول شي.

XS
SM
MD
LG