د چین په لویدیځ کې د سینکیانګ د ولایت یوې محکمې د جولای په میاشت کې په خونړیو قومي بلواګانو کې د لاس لرلو په تور شپږ نور کسان هم په اعدام محکوم کړي دي.
په هغو بلواگانو کې څه د پاسه ۲۰۰ تنه وژل شوي وو.
په دغو شپږو تنو کې چې پرون په اورومچي کې محاکمه شول، پنځه کسه یې د خپلو نومونو له مخې د چین د اویغورانو د اسلامي ډلې غړي دي، او شپږم تن یې چې هان جنبو نومېږي، داسې ښکاري چې په قوم هان چینايي دی چې په دغه سیمه کې اکثریت تشکیلوي.
هان جنبو ته د اعدام سزا ځکه واورول شوه چې یو اویغوری یې په وهلو او ډبلو وژلی و او یو بل یې زخمي کړی و.
ددغو شپږو تنو د محاکمه کیدو برسیره دریو تنو نورو اویغورانو ته هم د عمري بند سزا ورکړل شوې ده.
د سینګ یانګ محکمو د دوشنبې راهیسې ۲۱ کسه د قتلونو، اور اچولو، غلا او د جایدادونو د تباه کولو په تورونو محاکمه کړي دي.