د لاس رسي وړ اتصالات

په  کرزی  د دویم ځلی انتخاباتو دپاره فشار دوام لری


د نړیوالو لخوا د افغانستان په جمهور ریس حامد کرزی باندی فشارونونه دوام لری چی د جنجالی انتخاباتو وروسته دویم ځلی احتمالی انتخابات ومنی.

بهرنیو عالی رتبه چارواکیو د ښاغلی کرزی نه غوښتی چی د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمسیون د جعل کاریو د بررسی نتایج ومنی چی کیدای شی د دویم ځلی انتخاباتو پریکړه وکړی.

د فرانسی د بهرنیو چارو وزیر برنارد کوچنر ،د امریکا سناتور جان کیری او په افغانستان کی د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد پرون په کابل کی د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمسیون د ځنډول شوی پریکړی د اعلان مخکی د ښاغلی کرزی سره وکتل.

سناتور کیری د CNN د ټلویزیونی شبکی سره په مرکه کی وویل چی دا به د امریکا لپاره بی باکی وی چیافغانستان ته نور عسکر ولیږی په داسی حال کی چی هلتهد انتخاباتونتایج لا نه دی معلوم شوی.

ابتدایی نتایجو ښودلی چی ښاغلي کرزي ٥۴ فیصده رایی وړی او د هغه مهم سیال عبدالله عبدالله ٢٨ فیصده رایی گټلی وی.

خو که چیری انتهاباتو د شکایتونو د اوریدو کمسیون زیاتی رایی باطلی کړی او د ښاغلی کرزی رایی د پنځوسو نه ټیټی شی نو دویم ځلی انتخابات به ضروری شی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری هیلری کلینټن ،د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کی مون او د برتانیی صدراعظم گوردن برون د جمعی په ورځ په داسی حال کید افغانستان د جمهور ریس سره وغږیدل چی داسی اندیښنی راپیدا شوی چی د دی ملک مشری به څوک او څه وخت په غاړه اخلی.

نړیوال د جمهور ریس کرزی او ښاغلی عبدالله نه غوښتی چی یو مشترک حکومت جوړ کړی.

ښاغلی عبدالله د پنجشنی په ورځ دا آوازی رد کړی چی غواړی د ښاغلی کرزی سره مشترک حکومت جوړ کړی او د ښاغلی کرزی یوه سلاکار د امریکا غږ ته وویل چی جمهور ریس به یو اییتلافی حکومت ونه منی.

XS
SM
MD
LG