د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما ورور وايي پلار یی ډیر ظالم سړی و 


دامریکا د جمهور رئیس بارک اوباما یو ناسکه ورور د خپل پلار د ژوند په باب یوه افسانه لیکلی ده.

د جمهور رئیس اوباما ناسکه ورور مارک اوکوت اوباما پرون د چین د گوانگ ژو په ښار کی خبریالانو سره خبرې کولې.

ددې افسانې نوم د نایروبي نه تر شینزین پورې ایښودل شوی دی. د اوباما ناسکه ورور لیکي چې پلار یې ډیر ظالم ؤ.

په دې کتاب کې نوموړی په کینیا کی د خپل ژوند ترخی خاطری بیانوي.

د اوباما ناسکه ورور وایي چې پلار به یې زه هم وهلم او زما مور چې روت نومیده بې یې هم ډیره وهله ټکوله.

روت د اوباما د پلار بارک اوباما دریمه ښځه وه چې واده یې ورسره کړی ؤ.

جمهور رئیس اوباما هم په ډیر وړکتوب کی خپل پلار لیدلی ؤ او د هغه مور ان ډنهم نه په داسې یوه زمانه کی بیل شوی ؤ چې اوباما وړوکی ؤ. ښاغلی اوباما په دې میاشت کې چین ته سفر کوي او ناسکه ورور یی وایي هیله لري ملاقات به ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG