د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو قواوو سهواً ٧ افغان عسکر ووژل


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د بادغیس په ولایت کې د ناټو د قواوو په هوايي بمباریو کې سهواٌ اووه افغان عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت نن د شنبې په ورځ په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د افغانستان ملي اردو عسکر او پولیس شامل دي. په خبرپاڼه کې داهم ویل شوي چې په دې اړه د ناټو او افغان قواووې تحقیقات کوي.

د بلي خواه ناټو وايي چې ۲۵ عسکر یې د څو افغان عسکرو سره یوځای په یادشوې سیمه کې زخمیان شوي دي. چارواکو لومړۍ د پېښې پړه پر یاغيان وراچوله خو وروسته یې دا وویل چې د دې امکان شته چې پېښه د ملګرو قواوو په سهوي ډزو کې را مینځ ته شوې وي.

په عین حال کې د ناټو قواوې په دې لټه کې دي چې هغه دوه آمریکايي عسکرو پسي وګرځي چې وايي په اوبو کې ډوب شوي دي.

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندان مرستیال عبدالجبار وايي چې یادشوي آمریکايي عسکر هغه وخت اوبو یوړله کله چې یې د اوبو نه مواد را ایستل. دغه مواد د هوا نه راغورځول شوي و او سهواْ اوبو ته ولویده.

XS
SM
MD
LG