د برتانیی پوځی قوماندان وایی چی هغه په دی گمان نه دی چی د افغانستان قواووی دی وکولای شی چی تر کال ٢٠١۴ پوری په افغانستان کی امنیت ټینگ کړی.
امریکا فکر کړی و چی د افغانستان قواوی به تر کال ٢٠١٣ پوری پخپلو پښو ودریږی .
د برتانیی د پوځی قواوو مارشال جاک ستیریپ نن بی بی سی ته وویل چی د افغانستان د قواوو په اړه د متحده ایالاتو او د ناتو د قواوو د قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل پیشبینی یوه خوش باوری وه .
د امریکا جمهور ریس براک اوباما په دی غور کوی چی افغانستان ته د جنگ لپاره نور عسکر ولیږی.
مارشال ستیریپ وویل چی افغانستان ته د امریکایی قواوو د ځنډیدلو مسلی برتانوی چارواکی مایوسه کړی دی.
هغه وویل چی اوسنی ستراتیژی نور و عسکرو ته ضرورت لری.
که امریکا دغه کار ونکړی نو برتانیه به په دی هکله دوباره فکر وکړی.
برتانیه په افغانستان کی نهه زره عسکر لری چی په ناتو کی د امریکا نه وروسته دا تر ټولو غټه قوه ده