د لاس رسي وړ اتصالات

١٩٨٢ کال د بریژنف  مرگ


د١٩٨٢ م کال دنومبر په لسمه نیټه دشوروی اتحاد دکمونست گوند عمومی منشی لیوند بریژنف مړشو. هغه داتلسو کالو لپاره دشوروی اتحاد دکمونست گوند عمومی منشی و او دهغه مړینی د شوروی د تاریخ یوه دوره پای ته ورسوله.

په دغه دوره کې ثبات اورکود دواړه موجود و.

په ١٩٦۴ م کال کې بریژنف دالکسیکاسیگین سره ېوځای قدرت ته رسیدلی و. هغه نیکیتاخروشف له قدرت نه ایسته کړی و او پدی کار کې کامیابه شوی هم و.

هغه په راتلونکو اتلسو کالو کې په شوروی اتحاد کې ثبات راوست او دستالین له دوری نه راپدی خوا ئې په شوروی اتحاد کې درک نه لاره .

لیکن دهغه په دوره کې سیاسی مخالفین اوناراضیان سخت ځپل شوی وو او پوځ ئې دومره قوی کړی وچې دروسېې اقتصاد ئې ددیوالی کیدو سرحد ته رسولی واو بهرنی پالیسی ئې مبهمه وه.

دبریژنف په دوره کې سیاسی ځپل بی ساری سرحد ته رسیدلی و. دالکساندر سولژینتسین اواندری سخروف په شان ناراضیان ځورول کیدل او ځینی وخت په هیواد کې دننه تبعید کیدل .

دهغه پروگرام دا وچې دشوروی پوځ دامریکا دپوځ سره برابر کړی او دی کارئې د روسېې اقتصاد درکود سرحد ته ورساوه ؛ دنولسوه اویا په لسیزه کې دروسېې اقتصادی وده تقریبآ په ټپه ولاړه وه .

دهغه خارجی پالیسی اکثره وخت دامریکائې مامورانو لپاره مبهمه وه . له یوې خوا هغه داسی معلومیده چې دسوله ایزه گډ ژوند مفکوره ئې تائید کړی وه ، اتمی وسلو په کنټرول باندی ئې فشارراوړه اود امریکا سره ئې دشمالی کوریا په خبرو کې مرسته کړی وه.

له بلی خوا هغه په ١٩٦٨ م کال کې دهغه وخت دچکوسلواکیا په خلاف شوروی قواو حمله کړی وه، دنولسوه اویاپه لسیزه کې ئې دایتوپیا او انگولا په گډوډې کې مداخله کړی وه ،په ١٩٧٣ م کال کې دعرب اسرائیلو دجنجال ېه وخت کې ئې له تهدید نه ډک گواښ کړی واو په ١٩٧٩ م کال کې ئې شوروی قواو په افغانستان حمله کړی وه اوددغې حملی امرهم بریژنف ورکړی و.

د هغه ددوری په پای کې داتمی وسلو دکنټرول په باره کې خبری تقریبآ په بشپړ توگه په ټپه ودریدلی وی .

دهغه دمړینی نه وروسته د١٩٨٢ کال دنومبر په لسمه نیټه یوری اندروپوف دشوروی اتحاد مشر شو.

XS
SM
MD
LG